Slide
ستاسو ټولنیز پلټفارم
دننه شئ او پوښتنه وکړئ
زموږ د ټولنیز پلټفارم غړي شئ
په ناپیژانده او وړیا توګه فورم وکاروئ
ګډون وکړئ
خپلې تجربې په فورم کې له نورو سره شریکې کړئ
له کومې موضوع سره علاقه لرئ؟
فورم ته دوام ورکړئ
Button Forum

TiG څه ډول کار کوي؟

څنګه یوه موضوع او پوښتنه پیدا کړم؟

که د کومې ځانګړې موضوع په اړه پوښتنه لرئ او په پلټفارم کې یې موندل غواړئ لاندې لارښوونې په نظر کې ونیسئ

لومړی:
کور پاڼې ته لاړ شئ، او د خپلې خوښې وړ موضوع نوم مو د پلټنې په ژېړ رنګه ځای کې (د کومې موضوع په اړه پوښتنه لرئ؟) ولیکئ.
کله چې هلته پلټنه وکړئ په اتوماته بڼه به ځینې وړاندیزنه چې مخکې له مخکې په TiG کې شته تاسو ته ښکاره شي.
که وي نو په هغه کلمه کلیک وکړئ چې تاسو ته وړاندییز شوې ده یا
که په وړاندییزونو کې پیدا نه شو، د خپلې موضوع اړوند څه ولیکئ او په لټون اپشن کلیک وکړئ
د موضوع په اړه به درته ځینې ورته موضوعات په پلټفارم کې ښکاره شي

دویم:

له کور پاڼې څخه (زموږ د پلټفارم موضوعات) موضوع انتخاب کړئ
تاسو به راسا د موضوعاتو مینو ته لاړ شئ هلته کولی شئ د لټون بار کې موضوع ولیکئ یا د فرعي کټګورۍ په غوره کولو سره خپل لټون محدود کړئ. په فرعي کټګورۍ کې لیدلی شئ چې کوم پوسټونه د ټولنې نورو غړو وار له مخه د دې موضوعاتو په اړه خپاره کړي دي.

درېیم:
د پلیټفارم په پاسنۍ برخه کې د لټون په آپشن کلیک وکړئ. راسا به د فورم اصلي پاڼه پرانیستل شي. هلته کولی شئ د موضوعاتو د لټون لپاره ښي اړخ ته د لټون اپشن وکاروئ.

څلورم:
د پلټفارم په پاسنۍ برخه کې د مینو په اپشن کلیک وکړئ. کله چې مینو پرانیستل شي، فورم انتخاب کړئ هلته هم کولی شئ د موضوعاتو د لټون لپاره ښي اړخ ته د لټون آپشن وکاروئ.

څنګه په TiG کې ځان ثبت کړم؟

په TiG کې د ثبتېدو لپاره لومړی اړین قدم دا دی، چې په اصلي پاڼه کې د خپلې خوښې ژبه انتخاب کړئ. د ژبې له انتخابولو وروسته به مو اکونټ هم په هماغه ژبه باندې جوړ شي که غواړئ وروسته هم بیا د ویبپاڼه ژبه بدلولی شئ.
د TiG په ویبپاڼه کې د ثبتېدو لپاره د ثبتېدو په نوم آپشن د ویبپاڼې په پاسنی برخه کې ښي اړخ ته شته.‌
که د ثبتېدو په بټن کلیک وکړئ کولی د خپل برښنالیک، ګوګل، فېسبوک او یا هم ټویټر له حساب سره ځان ثبت کړئ. دا چې څنګه په TiG کې ځانونه ثبت کړئ په لنډه توګه یې دلته طریقه درته لیکو.‌

له برښنالیک سره ثبتېول:‌
خپل برښنالیک او نوم پکې ولیکئ. نوټ: د خوندیتوب د پالیسۍ له مخې موږ له تاسو هیله کوو چې له خپل اصلي د کارونې څخه ډډه وکړئ.
د خپل برښنالیک او نوم له لیکلو وروسته، له تاسو به وغوښتل شي چې د زموږ د خوندیتوب او کارونې له پالیسۍ سره باید همغږي اوسئ.‌
له نوم څخه لاندې په شنه باکس باندې له کلیک کولو وروسته زموږ د خوندیتوب او د کارونې له پالیسۍ سره ستاسو همغږي ښيي.‌

د ثبتېدو لپاره د نوي اکونټ د جوړولو په بټن باندې کلیک وکړئ‌ او بیا به د ایمیل له لارې یو لینک تر لاسه کړئ.‌
په ایمیل کې په تر لاسه شوي لینک باندې کلیک وکړئ او خپل نوم او پسورډ مو بدل کړئ.‌

د ټولنیزو رسنیو له لارې ثبتېدل:‌
که غواړئ حساب مو د فېسبوک، ګوګل او یا هم ټوټیټر له لارې ثبت کړئ‌ په لاندې توګه یې کولئ شئ.‌

د ټولنیز رسنیو په هغه اپشن باندې کیلک وکړئ چې تاسو غواړئ په TiG کې ورسره حساب جوړ کړئ.‌
تاسو به اتوماته توګه د خپلو ټولنیزو رسنیو حساب ته دننه شئ او وروسته به تاسو په TiG کې ثبت او حساب به مو جوړ شي.‌

څنګه خپل فیډبک د TiG له ټیم سره شریک کړم؟

TiG ټوګه ولیکئ. support@together-in-germany.de.ټیم ستاسو نظریات، وړاندییزونه، او غوښتنې چې د پلټفارم په پیاوړتیا کې له موږ سره مرسته وکړي د قدر وړ بولي. تاسو کولی شئ زموږ ته په فورم کې ولیکئ او یا هم په مستقیمه توګه

څنګه په فورم کې پوښتنه وکړم؟

دا چې په فورم کې خپل پوښتنه مطرح کړئ په پاسنۍ برخه کې د پوښتنه وکړئ په آپشن کلیک وکړئ.

یوه نوې پاڼه به پرانیستل شي. هلته مو لومړی باید د پوښتنې کټګوري انتخاب کړئ د بېلګې په توګه د ژوند، کورنۍ، روغتیا، ژبې، استوګنې، کار او یا هم قانون په اړه خپله اصلي او وروسته فرعي کټګوري انتخاب کړئ.‌ په دې توګه به ستاسو پوښتنې په زموږ د همکارانو او یا هم د نورو ګډونوالو له خوا ځواب درکړل شي.
که ډاډه نه یاست چې پوښتنه مو په کومه کټګوري کې راځي،‌ اړینه نه ده،‌ یوازې یوه کټګوري انتخاب کړئ‌ او وروسته به یې موږ اصلي پاڼې ته ور زیاته کړو.‌
مهم: پوښتنې ته مو یو لنډ عنوان ورکړئ.‌ زموږ همکاران یې وروسته سمولی شي.‌ کله مو چې د خپلې پوښتنې لپاره عنوان انتخاب کړئ وروسته مو په لاندې برخه کې خپله پوښتنه مطرح کړئ.‌
او وروسته په د ثبتولو په بټن کلیک وکړئ. پوښتنه به مو په اتومات ډول په فورم کې راښکاره شي.

 

پروژه

Logo NdM

Logo EU

Logo BMILogo MFILogo IRC