د ډاټا خوندیتوب

 

 

په پلټفورم کې د ډېټا د خوندیتوب له مقرراتو سره د کارونکو د  رضایت اعلان

 

Together in Germany ټولنیز پلټ فورم چې د Deutsche Mdeinmacher innen e.V له لوري اداره کېږي، د معلوماتو د خوندیتابه تګلاره یې په لاندې توګه ده:

د خصوصي محرمیت د خوندیتوب له دې پالیسۍ سره موږ  Deutsche Mdeinmacher innen e.V غواړو چې تاسې د هغه شخصي معلوماتو د ماهیت په تړاو خبر کړو چې د Together in Germany پلټ فورم د کارونې پر مهال له تاسې ترلاسه کېږي او پروسس کېږي.

د معلوماتو د خوندیتوب له دې پالیسۍ سره له موافقت وروسته چې په Together in Germany پلټ فورم کې د نوملیکنې لپاره اړین دي، تاسې د خپلو شخصي معلوماتو د راټولونې، پروسس او همدارنګه د کارونې په اړه خپل رضایت په لاندې توګه اعلانوئ.

د «معلوماتو د خوندیتوب  له عمومي مقرراتو-GDPR General Data Protection Regulation» سره سم، «شخصي معلومات» د حقیقي شخص اړوند د هر ډول معلوماتو په توګه پېژندل کېږي او یا هم د پېژندنې وړ ده (چې له دې وروسته د «د معلوماتو د موضوع» د لنډیز په نامه یادېږي.) یو واقعي کس د خصوصي پېژندنې وړ دی چې په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه پېژندل کېدلی شي، په ځانګړې توګه د واقعي شخص نوم، د پیژندنې شمیره، د موقعیت معلومات، یا نور فزیکي، فزیکولوژیکي جنتيکي، رواني، اقتصادي او فرهنګي فکټورونه یا د شخص ټولنیز ژوند مشخص کېدلی شي.

په بل عبارت، ستاسې شخصي معلومات هغه معلومات دي چې تاسو پورې اړه لري یا ستاسو په اړه یو څه ووایی او په یوازې توګه یا هم له نورو اطلاعاتو سره په یو ځای کولو سره ستاسې اړوند وبلل شي. د تفاهم د آسانتیا لپاره، کله چې د خصوصي محرمیت د خوندیتوب په دې تګلاره کې ستاسې د شخصي معلوماتو په اړه خبرې کوو، "ستاسو معلومات" له لنډ عبارت څخه ګټه اخلو.

د معلوماتو کنټرولوونکی او پروسېسوونکی

 د معلوماتو کنټرولر هغه شخص یا شرکت دی چې د پروسس وسیلې او اهداف ټاکي.

په بل عبارت، پروسیسر،  معلومات د کنټرولر په استازیتوب پروسس کوي او د کنټرولر د لارښوونو تر نظارت لاندې عمل کوي.

Neue deutsche Medienmacher*innen e.V.»  تر یو حده د کنټرولر او همدارنګه تر یو حده د پروسس کوونکي په توګل عمل کوي.

Neue deutsche Medienmacher*innen e.V.» په ځانګړې توګه د کارن حسابونو د مدیریت، په وېبسایټ کې د کاروونکو د شمېرنې، او «Together in Germany» د کړنو د مدیریت اړوند پروسس کې د معلوماتو د کنټرولر په توګه عمل کوي.

Neue deutsche Medienmacher*innen e.V.» د اړونده بهرني مشورې مرکزونو لپاره د پروسیسر په توګه عمل کوي، چې د  ۱په۱ چټ په برخه کې د معلوماتو د کنټرولونکي په توګه د شخصي اطلاعاتو کارکوونکو ته مشوره ورکوي.

پرته لدې چې د Neue deutsche Medienmacher*innen e.V.» د کنټرولر یا پروسیسر په توګه عمل کوي، د GDPR د مقرراتو سره سم ستاسې د شخصي د معلوماتو خوندیتوب او محرمیت ډاډ درکوي.

دا خوندیتوب یوازې هغه مهال تضمینېږي چې وپوهېږئ چې په «Together in Germany» کې ستاسې له معلوماتو سره څه کېږي. نو له دې امله، له تاسې هیله کېږي چې د دې محرمیت تګلارې د لوستلو لپاره وخت ورکړئ او په دقت سره یې مطالعه کړئ. موږ د معلوماتو د خوندیتوب مقرراتو ته بشپړه ژمنتیا لرو او همدارنګه ستاسې د معلوماتو د خوندیتوب لپاره له ټولو اړینو فني او سازماني اقداماتو څخه ګټه اخلو.

۱. په «Together in Germany» کې د راجستر کېدو لپاره حداقل عمر:

 

په «Together in Germany» کې یوازې هغه کسان نوملیکنه کولی شي او همدارنګه کارولی شي چې قانوني عمر ته رسېدلی وي. هغه کسان چې قانوني عمر ته لا نه وي رسېدلي په «Together in Germany» کې د نوملیکنې اجازه نه لري.

۲. ستاسې هغه معلومات چې زموږ له خوا ترلاسه کېږي او همدارنګه د پروسېس او کارونې قانوي سرچینه، ډول او موخه یې

۲.۱ هغه معلومات چې د نوملیکنې پر مهال باید وړاندې شي

۲.۱.۱ د لاسرسي معلومات

د «Together in Germany» د کارونې یوې برخې په توګه، کوم چې راجسټریشن ته اړتیا لري، موږ باید ستاسې شخصي معلومات د لارسي معلوماتو په توګه راټول او مدیریت کړو. دا معلومات لاندې کټګوریو پورې اړه لري:

  • سیسټم ته ننوتل - کارن نوم
  • بریښنا‌لیک
  • پسورډ لیدل

ستاسې کارن نوم د هغه پوسټونو لاندې ښکاري چې تاسې یې رامینځته کوئ او له همدې امله ستاسې نوم له پوسټونو سره درېیمې ډلې کسانو ته ښکارېږي.

که غواړئ چې نوم مو ونه ښودل شي یا هم زموږ له خدماتو په ناپېژنده توګه ګټه واخلئ، سپارښتنه کوو چې د خپل اصلي نوم پر ځای له مستعار نوم څخه ګټه واخلئ. ستاسې برېښنالیک او پسورډ درېیمه ډله کسان نه شي لیدلی. ځکه موږ دا معلومات دوی ته نه ورکوو. تاسې کولی شئ خپل اېمېل او همدارنګه پسورډ هر وخت چې غواړئ بدل کړئ، خو خپل کارن نوم نشئ بدلولی.

 د معلوماتو د زېرمه کولو موده

ستاسې معلومات تر هغه چې په «Together in Germany» کارن حساب لرئ، زېرمه کېږي. همدا چې خپل کارن حساب له منځه یوسئ، ستاسې د لاسرسي ډېټا به حذف شي.

قانوني بنسټ

 د «Together in Germany» له چوپړتیاوو څخه د ګټې اخیستنې د امکان رامنځته کولو لپاره  دا معلومات اړین دي. 

د شخصي ډېټا د پروسس لپاره قانوني اساس د GDPR قوانینو 6 I b ماده ده.

 

۲.۱.۲ یو ځلي ننوتل

تاسې کولی شئ، د یوځلي ننوتولو یا   ((Single Sign-On (SSO) سره د «Together in Germany» ټولنیز پلټ فورم کې نوملیکنه وکړئ. د SSO دا ډول اکونټونه تاسې ته اجازه درکوي څو د هغه اکونټونو په واسطه چې مخکې مو رامنځته کړي دي، بېلابېلو پلټ فارمونو ته دننه شئ. اوس مهال، له فیسبوک، ګوګل او ټویټر خدماتو د ګټې اخیستنې دا شونتیا موجوده ده.

د فیسبوک SSO

وړاندې کوونکی: Facebook Ireland Limited, 4 Grand Canal Square, Dublin 2, Ireland

د فیسبوک محرمیت پالیسي او د کارولو شرایط د فېسبوک کارولو لپاره پلي کیږي، چې تاسې یې لاندې لیدلی شئ:

https://www.facebook.com/about/privacy

نیوکه: https://www.facebook.com/adpreferences/ad_settings

 

د ګوګل SSO

د ګوګل محرمیت پالیسي او د کارولو شرایط د ګوګل کارولو لپاره پلي کیږي، چې تاسو یې لاندې لیدلی شئ:

 https:/://oplicies.google.com/prists

نیوکه: https://dsidings.googlakly.com/40408

ټویټر SSO

د ټویټر محرمیت تګلاره او د کارولو شرایط یې د ټویټر کارولو لپاره پلي کیږي، چې تاسو یې لاندې لیدلی شئ:

http://twitter.com/EDIMIRIT

 نیوکه: https:/ttps://twitter.com/penonalation

د نوم لیکنې په پیل کې،ستاسې پام د SSO حساب سره د نوم لیکنې آپشن ته را اړوو. دا په دې مانا ده چې تاسې باید مخکې د SSO وړاندې کووکو پورتنیو پلټ فورمونو کې نوملیکنه کړې وي، یا هم د نوملیکنې د پروسې د یوې برخې په توګه یو اکونټ رامنځته کړئ، خو په دې شرط چې دې آپشن ته اړونده وړاندې کوونکی لاسرسی ولري.

 مهرباني وکړئ په یاد ولرئ، چې د نوم لیکنې او د  SSO د خدمتونو څخه د ګټې اخیستنې په اړه د معلوماتو د خونديتوب او د کارونې شرایط د اړونده وړاندې کوونکي له لوري پلي کېږي.

د SSO  وړاندې کوونکي ته ننوتل

 که غواړئ چې د خپل SSO حساب سره راجسټر شئ، نو ستاسې اکونټ به د SSO چمتو کوونکي ته واړول شئ. هلته لومړی تاسې کولی شئ خپله د لاسرسي ډېټا اضافه کړئ او بیا دننه شئ یا هم کولی شئ د SSO په سرویس کې نوم لیکنه وکړئ. که تاسې مخکې له مخکې د SSO سرویس ته د ننه شوي یاست، سیسټم ته د ننه کېدو دا غوښتنه به حذف شي. له SSO سره ستاسې د لاسرسي وړ معلومات او ډېټا له موږ  سره نه شریکېږي او د SSO له چمتو کوونکي سره پاتېږي.

له SSO خدماتو سره اړیکه

 په دوهمه مرحله کې، د SSO اکونټ مو د «Together in Germany» پلټفورم کې له خپل پروفایل سره وصلېږي. په «Together in Germany» کې د نوم لیکنې لپاره یوازې په SSO کې ستاسې ثبت شوي برېښنالیک ته اړتیا ده.

موږ د لاندې موخې لپاره ستاسې بریښنالیک کاروو:

د اړتیا په صورت کې وروسته تاسې کولی شئ د SSO پروفایل او په «Together in Germany» کې د خپل پروفایل ترمنځ اړیکه پرې کړئ او د «هېر شوي پسورډ» کړنلارې له لوري د «Together in Germany» له خدمتونو څخه د ګټې اخیستنې ته ادامه ورکولی شئ، همدارنګه کولی شئ "Unlinking" ته مراجعه وکړئ.

که تاسو د بریښنالیک پتې کارولو سره موافق یاست، نو کولی شئ په SSO Service کې د خپل SSO پروفایل او «Together in Germany» پروفایل ترمنځ اړیکه رامنځته کړئ. په دې توګه به په راتلونکي وکولی شئ چې د خپل SSO اړونده چمتوونکي د « login button» په واسطه «Together in Germany» ته داخل شئ.

د «Together in Germany» له لوري د معلوماتو راټولول

پدې برخه کې، موږ ستاسو د SSO چمتو کوونکي څخه ستاسو د بریښنالیک آدرس غوښتنه کوو او د SSO چمتو کوونکي لخوا د کارن لاسرسي کلي یا access key  ترلاسه کوو. د SSO له لارې ستاسو د راتلونکي Log in کېدو لپاره «Together in Germany»  د لاسرسي کیلي ته اړتیا لري.

د SSO چمتو کوونکي لخوا د معلوماتو راټولونه او ذخیره کول

د SSO چمتوکوونکي له لارې په «Together in Germany»  پلټفورم کې د نوملیکنې یا هم دننه کېدلو پر مهال به د SSO چمتوکوونکی خبر شي.

تاسې د خپل SSO چمتوکوونکي د خصوصي محرمیت تګلاره کې موندلی شئ، چې SSO چمتوونکی ستاسې کوم معلومات راټولوي، او یاد معلومات د کومې موخې لپاره کاروي.

Unlinking اړیک پرېکون

که غواړئ چې له خپل SSO حساب سره مو «Together in Germany» اړیکه له منځه یوسئ، مهرباني وکړئ خپل SSO ته دننه شئ او هلته په خپل پروفایل کې لازم بدلونونه راولئ.

په دې صورت  کې یوازې د برېښنالیک او پسورډ په واسطه خپل اکونټ په ننوتلو سره له «Together in Germany» څخه ګټه اخیستلی شئ. تاسې کولی شئ  خپل پسورډ په [لینک: TIG] کې د «هېر شوي پسورډ» عملکرد په واسطه تنظیم کړئ.

 

 

۲.۱.۳: اړینه ډاټا

 

د لاسرسي له ډاټا پرته تاسو اړ نه یاست چې نوره شخصي ډاټا مو اډ کړئ.‌ تاسو د "Together in Germany" ویبپاڼه په ناپېژانده نوم هم کارولی شئ.‌

 

 

۲.۲: نوره ډاټا ستاسو په خپله خوښه ده

 

د نوملیکنې پر وخت – خو وروسته کولی شئ په خپله خوښه مالومات ور زیات او یا هم نه کړئ.‌ د دې کار د کولو لپاره باید په خپله د خوښه د مالوماتو د زیاتولو اپشن انتخاب کړئ. په خپله خوښه د مالوماتو زیاتول په "Together in Germany" پلټفارم کې له نورو خلکو سره مرسته کولی شي چې تاسو په ښه توګه وپېژني.‌

په خوښه د مالوماتو زیاتول د بېلګې په توګه د ژبې د مهارتونو او یا هم په کومه ځانګړې برخه کې د تجربې د درلودلو ثبت کول دي.‌

 

 

کټګوري

  • د ژبې مهارتونه
  • دلچسپي
  • په ځانګړې برخه کې پوه

 

لید:

که تاسو په خپله خوښه مالومات ورزیات کړئ په  "Together in Germany" ویبپاڼه کې به ټولو کارونکو کسانو ته ښکارېږي.‌

 

 

 

 

د خوندیتوب موده

هر وخت چې وغواړئ کولی شئ په خپله خوښه ورزیات شوي مالومات پاک کړئ.‌ او هر کله مو چې خپل اکونټ‌ له منځه یوسئ ستاسو په خپله خوښه مالومات به هم په اوتوماتیکه بڼه پاک شي.‌

 

 

.

قانوني بنسټ

ستاسو په خپله خوښه د مالوماتو ټولول او بیا تر پروسیس لاندې نیول د لاندې قانون په اساس باندې راټولېږي. (آرټ. 6 پارا. 1 جمله 1 لیټ. یو GDPR)

 

 

۲.۲ ستاسو د پروفایل صفحه

 

تاسو د نوملیکنې په وخت کې باید دا پرېکړه وکړئ چې ستاسو تر نوم لاندې په خپله خوښه ځینې مالومات باید اضافه شي او که دا ستاسو په خپله خوښه ده.‌

همدارنګه داسې کولی شئ چې د خپل “Together in Germany” تر پروفایل باندې وغواړئ په خپله خوښه مالومات ور زیات کړئ کنه.‌

 

قانوني بنسټ ستاسو په خپله خوښه د مالوماتو ټولول او بیا تر پروسیس لاندې نیول د لاندې قانون په اساس باندې راټولېږي. (آرټ. 6 پارا. 1 جمله 1 لیټ. یو GDPR)

 

 

 

 

۲‍.۴ ستاسو منځپانګه او کمنټونه

کله چې نوملیکنه وکړئ، بیا نو کولی شئ خپله منځپانګه او کمنټونه په "Together in Germany" پلتفارم کې ولیکئ.‌ ستاسو منځپانګه او کمنټونه به تل ټولو ته ښکارېږي.‌

 

تاسو باید له دې سره همغږي شئ چې کومه منځپانګه یا هم کمنټونه چې تاسو زموږ په پلټفارم کې خپروئ هغه به ستاسو تر نوم لاندې زموږ د پلټفارم ټولو کاروونکو ته ښکاره شي.‌

 

تاسو هر وخت چې وغواړئ کولی شئ خپلې منځپانګې او کمنټونه هر وخت چې وغواړئ لرې کولی یې شئ.‌

قانوني بنسټ ستاسو په خپله خوښه د مالوماتو ټولول او بیا تر پروسیس لاندې نیول د لاندې قانون په اساس باندې راټولېږي. (آرټ. 6 پارا. 1 جمله 1 لیټ. یو GDPR)

 

۲.۶: د ننوتلو فایل

 

هر وخت تاسو ویبپاڼې ته لاسرسی لرلی شئ،‌ ستاسو براوزر به په اتوماتیکه توګه ځینې مالومات د ویبپاڼې سرور ته ولېږي‌کله یې چې ذخیره کړي دغه ته د ننوتلو فایل وایي.‌ چې په دغه کې لاندنی مالومات شامل دي:

 

  • د هغه بروزر بڼه او اپډیټ چې تاسو یې کاروئ
  • هغه اپرېټنګ سیسټم چې تاسو یې کاروئ
  • له هغه ویبپاڼې چې تاسو اوسنۍ پاڼې ته راغلي یاست
  • ستاسو د کمپوټر ای پي ادرس
  • هغه نېټه او تاریخ چې تاسو په وروستي ځل پاڼې ته لاسرسی پیدا کړئ و

 

 

 

 

د خوندیتوب قانون ته د هر ډول ژمنتیا ته په کتو سره،‌ کله چې تاسو د "Together in Germany" ویبپاڼې ته دننه شئ موږ ستاسو ای پي ادرس له انټرنټي پاڼو څخه پاکوو یا هم ناپېژانده کوو.‌ سربېره پر دې، ستاسو د بروزر له خوا زموږ سرور ته د رالېږل شویو مالوماتو تحلیل او تجزیه په ناپېژانده توګه کوو او د خپل سیسټم د لا ښه کېدو او پیاوړتیا لپاره ترې کار اخلو. له دې لارې موږ کولی شو، ټولې هغه نیمګړتیاوې له منځه یوسو چې تاسو ورسره زموږ د ویبپاڼې په کارونه کې مخ کېږئ. ناپېژانده ډاټا نوره شخصي‌ ډاټا نه بلل کېږي. قانوني بنسټ د ای پي‌ادرس د پروسیس کولو لپاره د لاندې قانون په اساس باندې راټولېږي. (آرټ. 6 پارا. 1 جمله 1 لیټ. یو GDPR. له دې څخه زموږ موخه دا ده، چې په ډاډمنه، امنه توګه زموږ ویبپاڼه تاسو ته د لاسرسي وړ او له کومې تېروتنې او ستونزې پرته یې وکارولئ شئ.‌زموږ ستاسو د پېژندګلولی لپاره کوم ځانګړی او مستقیم هدف نه دی ټاکلی. ستاسو مالوماتو او ډاټا بېرته له ناپېژانده پروسې وروسته څخه پاکېږي او له منځه وړل کېږي لږ تر لږه تر راتلونکو اوو ورځو پورې به دا پروسه بشپړېږي.‌

 

 

 

۲.۷: کوکیز

 

 

کوکیز کوچنی متني فایل دی چې د انټرنټي سایټونو له خوا کارول کېږي چې ستاسو بروزر یې په کمپوټر کې ذخیره کولی شي. هغه کوکیز چې د Session cookies په نوم یادېږي هغه په اصلي ذخیره کې یوه د څو شېبو لپاره پاتې کېږي وروسته له هغه په اتومات ډول ډلتېږي کله چې تاسو خپل بروزر بند کړئ. هغه کوکیز چې د Perment Cookies په نوم یادېږي هغه ستاسو په هارډ ډسک کې د‌ ډېرې مودې لپاره پاتې کېږي چې بیا په اتومات ډول ډلټېږي کله چې ټاکل شوی وخت یې پاتې ته ورسېږي.‌

کوکیزه معمولا د دې لپاره کارول کېږي چې له ویبپاڼو څه کار اخیستل اسانه، اغېزمن او خوندي وي. موږ "Together in Germany". کوکیز د دې لپاره کاروو چې مخکې زموږ د ویبپاڼې له کارونې تاسو باید وپېژنو د هر ځل ننوتلو څخه وروسته په اتوماتیکه توګه هغه کوکیز ډلټېږي.‌

موږ له تخنیکي، اړینو، فني او تحلیلي کوکیز څخه کار اخلو. قانوني بنسټ د تخنیکي او اړینو کوکیز څخه د کارونې د قانون په اساس باندې راټولېږي. (آرټ. 6 پارا. 1 جمله 1 لیټ. یو GDPR. په دې توګه زموږ مشروع ګټه د ښه فعالیت ویب پاڼې چمتو کولو کې ده.

 

 

 

۲.۸: مټومو

 

 

موږ د انټرنټ د تحلیل خدمتونه چې د مټومو په نوم یادېږي کاروو، تر څو پرې خپل کار تحلیل او ویبپاڼه پرې غني کړو.‌ قانوني بنسټ د مټومو څخه د کارونې د قانون په اساس باندې راټولېږي. آرټ. 6 پارا. 1 جمله 1 لیټ. یو GDPR.  زما قانوني موخه دا ده، چې خپل احصایه راټوله او په اساس باندې یې داسې څخه رامنځته او تولید کړو چې زموږ د ویبپاڼې د کارونکو لپاره جالب او په زړه پورې وي.

د نظارت لپاره، ډیجیټلي فنګرپرنټ کارول شوی دی، چې یوازې د ۲۴ ساعتونو لپاره د اعتبار وړ دی. کوم مالومات چې په دغه لاره باندې راټولېږي زموږ په سرورنو کې په جرمني‌ کې ذخیره کېږي. موږ مټومو له AnonymizeIP  تمدید سره کاروو، دا په دې مانا ده، چې ای پي ادرسونه په لنډیز فورم کې کارول شوي دي او همدارنګه مانا دا چې تاسو په مستقیمه توګه څوک ورسره نه شئ نښلولی. ای پي ادرس ستاسو د بروزو په واسطه د مټومو له خوا لېږل شوی دی یعنې مانا دا چې له هغه ډاټا سره نه یو ځای کېږي چې زموږ له خوا راټوله شوې ده. د مټومو پروګرام د خلاصې خوندي پروژې په نوم باندې یادېږي. په دې اړه لا ډېر مالومات او د ډاټا د خوندیتوب په اړه بشپړ مالومات په لاندې لینک باندې لوستلی شئ.‌  https://matomo.org/privacy-policy/.

 

 

۳.‌ درېیمې پارټۍ ته ستاسو د ډاټا لېږل

 

 

د اصولو له مخې موږ درېیمې کس ته ستاسو ډاټا ستاسو له اجازې پرته نه شو ورکولئ.

 

 

 

 

۱.۳: قانوني مکلفیت:‌

په هرصورت، موږ ممکن په قانوني توګه مکلف یو چې په انفرادي قضیو کې د باصلاحیته چارواکو په امر د معلوماتو لیږدولو ته اړتیا ولرو که چیرې دا د جرمي تعقیب د فدرالي پولیسو چارواکو لخوا د خطر مخنیوي لپاره اړین وي. دولتونه، د اساسي قانون د ساتنې لپاره د فدرالي او دولتي چارواکو د قانوني دندو د بشپړولو لپاره، د فدرالي استخباراتو خدمت یا د نظامي ضد استخباراتو خدمت یا د فدرالي جرمي پولیسو دفتر د نړیوالې ترهګرۍ د ګواښونو د مخنیوي د دندې د یوې برخې په توګه. یا د فکري ملکیت حقونو پلي کولو لپاره. همدارنګه، ښایي تخنیکي لېږد تر سره شي که چیرې او تر هغه حده چې دا د ویب پاڼې د عملیاتو لپاره "Toghater in Germany" یا د نورو دلیلونو لپاره زموږ سره ستاسو د کاروونکي اړیکو د تاسیس، پلي کولو یا حل کولو لپاره اړین وي.

 

 

 

۳. ۲: د ویب پاڼې کوربه کولو لپاره د پروسیسرونو ښکیلتیا

 

 

 

 

د ویبپانې د کوربه کولو لپاره Together in Germany ویبپاڼه د Back-up خدمتونه کاروي. موږ یو ځانګړی پروسیسر کاروو، چې په هغه ټوله هغه شخصي ډاټا ذخیره کېږي چې Together in Germany ویبپاڼه کې د شخصي ډاټا په توګه ثبتېږي. دا پروسیسر T-Systems Multimedia Solutions GmbH, Riesaer Str. 5, 01129 Dresden نوم باندې یایدېږي. دا پروسیسر تر هغه وخت پورې ستاسو شخصي ډاټا خوندي کوي تر کومه پورې چې تاسو خپله ډاټا په Toghther in Germany کې ساتلې وي. قانوني بنسټ د پروسیسرونو څخه د کارونې د قانون په اساس باندې راټولېږي. آرټ. 6 پارا. 1 جمله 1 لیټ. یو GDPR. د دې قاوني کارونه په دې مانا ده چې موږ خپل خدمتونه په ښه توګه باندې وړاندې کړو. متضاد دلچسپي ښکاره نه ده ځکه چې موږ د اړوندو قراردادیانو سره د آرټ سره سم یو تړون کړی دی. 28 GDPR.

 

 

 

t.

۴. ستاسو د ډاټا خوندیتوب:

ستاسو د معلوماتو ساتلو لپاره، د بیلګې په توګه، د دریمې ډلې لخوا د لاسوهنې، ضایع کیدو او غیر مجاز لاسرسي په وړاندې، موږ تخنیکي او سازماني اقدامات کاروو ترڅو ستاسو د شخصي معلوماتو لپاره د مناسبې کچې محافظت ډاډمن شي. په ځانګړې توګه، موږ ستاسو شخصي معلومات په کوډ شوي بڼه لیږدوو. موږ د دې هدف لپاره TLS (د ټرانسپورټ پرت امنیت) کوډ کولو سیسټم کاروو. ټول هغه معلومات چې تاسو موږ ته لیږدئ کوډ شوي او په آلمان کې په سرورونو کې زیرمه شوي. موږ په دوامداره توګه د هنر اوسني حالت سره سم خپل امنیتي تدابیر چیک او ښه کوو.

۴. ستاسو د معلوماتو محصول:

 

 

۵. د خوندیتابه د پالیسۍ اوسنۍ بڼه او تعدیل

 

دا د "Together in Germany" د محرمیت پالیسۍ 1.0 نسخه ده.

موږ په دوامداره توګه "په آلمان کې یوځای" ته وده ورکوو ترڅو تاسو ته ښه خدمت وړاندې کړو. موږ به دا د محرمیت پالیسي تازه وساتو او د دې مطابق به یې تطابق وکړو که چیرې او کله چې دا اړین وي.

البته موږ به تاسو ته د دې محرمیت پالیسۍ کې د کوم بدلون په اړه خبر درکړو. موږ به دا دواړه د بریښنالیک له لارې ترسره کړو هغه بریښنالیک آدرس ته چې تاسو موږ ته چمتو کړی دی او د اتوماتیک خبرتیا له لارې کله چې تاسو د لومړي ځل لپاره "په آلمان کې یوځای" ته ننوتل د دې معلوماتو محافظت احکامو وروسته. تازه شوی په هغه حالت کې چې ستاسو د معلوماتو زموږ د اداره کولو په اړه ستاسو څخه نور رضایت ته اړتیا وي، موږ به البته مخکې له دې چې اړوند بدلونونه اغیزمن شي له تاسو څخه ترلاسه کړو.

تاسو کولی شئ د "په آلمان کې یوځای" لپاره د محرمیت پالیسۍ اوسنۍ نسخه ته په هر وخت کې په انټرنیټ کې په TiG کې لاسرسی ومومئ.

 

 

۶. ستاسو حقونه:‌

 

تاسو کولی شئ لومړی له موږ څخه د معلوماتو غوښتنه وکړئ چې ایا ستاسو پورې اړوند شخصي معلومات پروسس کیږي. که دا قضیه وي، تاسو حق لرئ چې د دې شخصي معلوماتو او نورو معلوماتو په اړه معلومات ترلاسه کړئ. پدې معلوماتو کې د پروسس کولو اهداف ، د شخصي معلوماتو کټګورۍ ، د ترلاسه کونکي یا ترلاسه کونکو کټګورۍ ، که امکان ولري ، د پروسس پلان شوې موده یا بل ډول لږترلږه د دې مودې ټاکلو معیارونه شامل دي.

 

 

که موږ له تاسو څخه شخصي مالومات په مستقیمه توګه راټول نه کړو،‌ تاسو د دې حق لرئ چې د اصلي ډاټا په اړه لرئ. موږ به خوشحاله شو، چې ستاسو د شخصي ډاډ یوه کاپي تاسو ته په وړیا توګه درکړو.

 

 

ستاسو د شخصي معلوماتو راټولولو، پروسس کولو او کارولو ته رضايت، کوم چې تاسو موږ ته د دې معلوماتو د ساتنې مقرراتو سره د موافقې له لارې راکړي، کیدای شي په بشپړ ډول یا په یوه برخه کې د راتلونکي لپاره د اغیز سره لغوه شي. ورته ستاسو د شخصي معلوماتو راټولولو، پروسس کولو یا کارولو لپاره په هر راتلونکي، ډیر پراخ رضايت باندې تطبیق کیږي. د دې ډول لغوه کولو پایله ممکن دا وي چې تاسو نور نشي کولی "په آلمان کې یوځای" وکاروئ.

 

سربیره پردې ، تاسو کولی شئ په هر وخت کې د غلط ډیټا سمولو غوښتنه هم وکړئ ، پدې کې د پروسس اهدافو په پام کې نیولو سره د نیمګړو معلوماتو بشپړول هم شامل دي.

 

که چیرې قانوني اړتیاوې پوره شي، تاسو کولی شئ د پروسس د پاکولو یا محدودولو حق هم وغواړئ. تاسو کولی شئ په هر وخت کې د "جرمني کې یوځای" سره خپل حساب ړنګولو سره خپل ډیټا پخپله حذف کړئ: د دې کولو لپاره ، مهرباني وکړئ خپل حساب ته لاړشئ ، "پروفایل حذف کړئ" لینک باندې کلیک وکړئ او هلته لارښوونې تعقیب کړئ. ستاسو حساب - د بیلګې په توګه ستاسو د پروفایل پاڼه او هغه معلومات چې موږ ستاسو په اړه لرو - په دې حالت کې به په اتوماتيک ډول حذف شي. تاسو کولی شئ په لاسي ډول خپل مینځپانګه او تبصرې پخپله هر وخت حذف کړئ.

 

سربیره پردې ، تاسو د ډیټا پورټ وړتیا حق لرئ. دا پدې مانا ده چې د غوښتنې په صورت کې، تاسو به هغه شخصي معلومات ترلاسه کړئ چې تاسو یې موږ ته په جوړ شوي، عام او د ماشین لوستلو وړ بڼه کې چمتو کړي. تاسو حق لرئ چې دا معلومات زموږ له خنډ پرته بل مسؤل ګوند ته انتقال کړئ.

 

تاسو حق لرئ د معلوماتو پروسس کولو باندې اعتراض وکړئ او حق لرئ چې د نظارت کونکي ادارې سره شکایت درج کړئ.

 

د دې حقونو د پلي کولو لپاره، مهرباني وکړئ په 7 کې چمتو شوي د اړیکو توضیحاتو په کارولو سره موږ سره اړیکه ونیسئ. که اړتیا وي، موږ به ستاسو د غوښتنې پلي کولو دمخه ستاسو د هویت ثبوت غوښتنه وکړو. دا ستاسو د معلوماتو د دریمې ډلې لخوا د لاسوهنې یا حذف کولو څخه ساتي.

 

که تاسو د نورو کاروونکو په مینځپانګې تبصره کړې وي ، نو موږ به ستاسو د کارن نوم له دې تبصرو څخه لرې کړو کله چې موږ ستاسو حساب حذف کړو. د دې په څیر نظرونه به حذف نشي. مخکې لدې چې ستاسو حساب حذف شي ، په هرصورت ، تاسو په هر وخت کې په لاسي ډول خپل نظرونه حذف کولو اختیار لرئ.

 

 

۷. ځواب ویونکی کس، د ډاټا د خوندیتوب د مدیر مالومات

 

 

د معلوماتو د ساتنې قانون په مفهوم کې "مسوول ګوند" د "Neue deutsche Medienmacher*innen e.V."، Potsdamer Str. 99، 10785 برلین، د مدیره هیئت په استازیتوب فردا اتمان، تیمبي وولف، ibid.

که تاسو د دې محرمیت پالیسۍ یا زموږ لخوا ستاسو د معلوماتو راټولولو، پروسس کولو یا کارولو په اړه کومه پوښتنه لرئ، مهرباني وکړئ موږ سره په بریښنالیک کې اړیکه ونیسئ info@neuemedienmacher.de

تاسو کولی شئ زموږ د معلوماتو محافظت افسر سره مستقیم [د بریښنالیک پته (د مثال په توګه neuemedienmacher@ws-datenschutz.de) کې اړیکه ونیسئ.

د ډیټا کنټرولر لپاره د ډیټا محافظت وړ واک د ډیټا محافظت او معلوماتو آزادۍ لپاره د برلین کمیشنر ، فریډریسټرسټر دی. ۲۱۹، ۱۰۹۶۹ برلین.