یارا المنيزل (Yara Almunaisel)
د انګلیسي ژبې چلوونکې
یارا په سویډن او سکاټلنډ کې د (نړیوالو اړیکو او سیاسي علومو) په برخه کې د شرقي ټولنې په برخه کې زده کړې کړې دي او لومړۍ کاري تجربه یې په فلسطین/اسرائیلو کې له څو ان جي او ګانو څخه تر لاسه کړې ده. له TiG څخه د کار کولو تر مخ یې د ټولنیز ې مرستندویې په توګه له ماشومانو او نویو ځوانانو په برخه کې کار کاوه چې د کډوالۍ رشته یې درلوده. یارا په په دواطلبانه توګه په برلین کې د فلسطین د هنر او فرهنګ تر عنوان لاندې په کلني فسټیوال کې فعالیت کوي.
گلشن فیال (Golshan Fayal)
د فارسي ژبې چلوونکې
ګلشن له TiG څخه مخکې د پناه غوښتنې او کډوالۍ په برخه د مشاورې په توګه د جرمني له سره صلیب او وروسته له trixiewiz موسسې سره کار کړئ دی. ښځو ته د مشورې په برخه کې ډېره زیاته کاري تجربه لري او په دواطلبانه توګه د یوې فمینیسټي ټوکه غړې ده. د زده کړو په جریان کې د انګلیسي ادبیاتو په برخه کې د سیاسي تیوري علاقمنده شوې ده چې له هغه وخت تر اوسه پورې د انتقادي ادبیاتو په ژباړه بوخته ده.
دانیلا تسوبر (Daniela Zuber)
د جرمني ژبې چلوونکې
دانیلا له TiG ټیم څخه له یو ځای کېدو څخه مخکې په Coburg کې د ټولنیزو مرستو او زده کړو په برخه کې او همدارنګه د کډوالۍ په برخه کې د جرمني په برانډنبورګ کې د دیاکوني او کاریتاس د کډوالۍ په کمپونو کې د مشاورې په توګه دنده تر سره کړې ده. په دواطلبانه توګه یې د کډوالو په اداري چارو کې له کډوالو سره مرسته کړې ده او د ماشومانو او نویو ځوانانو په دوه عامالمنفعه موسسو کې کډوالو ته انلاین او وړیا مشوره ورکوي.
اسامه رمضان (Osama Ramadan)
اسامه رمضان
د عربي ژبې چلوونکی
اسامه په برلین او سوریه کې په اقتصادي علومو کې، مدیریت غیردولتي موسساتو کې چې په مدني ټولنه یې تمرکز و، زده کړې کړې دي. د TiG له ټیم سره تر یو ځای کېدو د مخه یې د ادغام، ټولنیز مشارکت او همدارنګه د زده کړو او دندې موندلو په برخه کې په مشوره ورکولو باندې بوخت و. اسامه له ټولنیز/سیاسي مشارکت، د بشر حقونو او د بحراني حالت مدیریت یې خوښېږي.
سو پارلاک (Su Parlak)
د ترکي ژبې چلوونکې
سو د استانبول په Boğaziçi پوهنتون کې د ټولنپوهنې په برخه کې لېسانس کړئ او همدارنګه ماسټري یې د برلین په ازاد پوهنتون کې د په اروپایي ټولنیو کې ټولنپوهنه په برخه کې کړې دي. له فراغت وروسته، یې د Charité ټولنپوهنې په انسټیټوټ کې په جرمني کې روغتیایي سیسټم ته د کډوالو د لاس رسي په برخه کې څېړنې کړې دي. سو په بېلابېلو انجیوګانو او موسساتو کې د کار تجربه لري چې ځینې یې په لاندې ډول دي. مرکاتور بنسټ (Stiftung Mercator)، په برلین د ترکي ښځو ټولنه (Türkischer Frauenverein in Berlin e.V.,)، Kiron Open Higher Education for Refugees، اد یو ځای کېدو لپاره د ښځو نوښت(Women's Initiative for Solidarity) Young Feminist Europe .
سوفی واد (Sophie Wade)
د فرانسوي ژبې چلوونکې
سوفي په اصل کې د سنګال ده، د کلن په پوهنتون کې یې د دکټرا تر کچې پورې د افریقایي ژبو او فرهنګونو په برخه کې زده کړې کړې دي. په ۲۰۱۹ز کال کې برلین ته راغلې ده او دلته یې د لونام مجلې په نوم کار پیل کړ. همدارنګه یې د “Space2groW” په نوم له پروژې سره د ادغام په برخه کې مرسته کوله. سوفې د دې هر څه تر څنګ د پروګرامونو په جوړولو باندې هم بوخته وي په ځانګړې توګه د کډوالو او کډوالۍ په اړه چې کوم بحثونه کېږي.