TiG څه ډول کار کوي؟‌

 

دلته تاسو د TiG د ټولنیز پلټفارم په اړه ټول مالومات لوستلی شئ.

  • دا ټولنیز پلټفارم څه دی؟‌
  • چا جوړ کړئ دی؟‌
  • څه ډول یې کارولی شئ؟‌

که نورو مالوماتو ته اړتیا لرئ هیله ده چې زموږ له همکارانو سره د ایمیل له لارې په اړیکه کې شئ .‌  

support@together-in-germany.de

ډېرې پوښتل شوې پوښتنې

TiG ټولنیز پلټفارم څه شی دی؟‌

TiG ټولنیز پلټفارم دی،‌ چېرته چې په جرمني کې د ژوند په اړه خپلو ټولو پوښتنو ته ځواب موندلی شئ. دلته د ټولنې له نورو غړیو سره هم خپل مالومات تبادله کولئ شي او یا هم په مستیقمه توګه زموږ له همکارانو سره د چټ له لارې خپلو پوښتنو ته ځواب موندلی شئ.‌ همدارنګه تاسو هم کولئ شئ د ټولنې له نورو غړیو سره خپل مالومات او پوهه په جرمني کې د ژوند په اړه شریکه کړئ او د هغوی له تجربو څخه ګټه واخلئ. هر څه وړیا دي، او په په دې اړه لا ډېر مالومات TiG څه شی دی په برخه کې لوستلی شئ.

 

په TiG کې په څه شي لګښت راځي؟‌

 د دې ټولنیز پلټفارم کارول په بشپړه توګه وړیا دي.

TiG ټولنیز پلټفارم په کوم ژبو کار کوي؟

TiG اوس په پښتو، عربي، جرمني، انګلیسي، فارسي، فرانسوي،‌ روسي، ترکي او اوکرایني ژبو د لاسرسي وړ دی.‌

په TiG کې څوک فعال دي؟

بېلابېلې لارې شته چې له TiG سره یو ځای شئ.‌ تاسو د ټولنې د فعال غړي په توګه ځان ثبتولی شئ.‌ که غواړئ چې په TiG کې په ځانګړې توګه دخیل شئ نو د ټولنې د متخصص په توګه ثبتېدلی شئ.‌ TiG زموږ د همکارانو له خوا پر مخ بېول کېږي.‌ او همدارنګه د مسلکي مشاروینو او متخصیصنو له خوا یې ملاتړ کېږي.‌او همدارنګه تاسو زموږ فورم د مېلمه په توګه هم کتلی شئ پرته له دې چې ځانونه دلته ثبت کړئ. همدارنګه په دې اړه باندې لا ډېر مالومات په TiG کې څوک دخیل دي برخه کې لوستلی شئ.

زموږ همکاران څوک دي؟‌

زموږ ټیم له ۹ کسانو جوړ دی، چې هر یو یې د بېلې ژبې چارې پر مخ وړي. زموږ همکاران ستاسو پوښتنو ته ځوابونه وایي او همدارنګه هر څه تر خپل نظر لاندې په فورم او همدارنګه ستاسو په پوښتنو او ځوابونو باندې څار کوي.‌ زموږ همکاران همدارنګه دا دنده لري چې د پوښتنو څارنه وکړي او له تاسو سره په مستقیمه توګه خبرې وکړي. او د ځینو سختو پوښتنو لپاره تاسو له مسلکي مشاروینو سره په اړیکه کولی شي.‌

د ټولنې متخصیصین څوک دي؟‌

د ټولنې متخصصین هغه غړي دي چې په یوه یا ډیرو موضوعاتو کې د خپلې پراخې پوهې لپاره ولاړ دي. په فورم کې، دوی خپل پراخه پوهه او تجربه د نورو غړو سره شریکوي. د بحثونو په جریان کې، د ټولنې متخصصین ډاډ ورکوي چې نیتیکیټ لیدل کیږي. د ټولنې متخصصین زموږ لخوا دمخه روزل شوي او پلیټ فارم ښه پیژني.

څه ډول د ټولنې متخصص کېدلی شم؟

د ټولنې متخصص په لاندې شرایطو سره کېدلی شئ:‌

  • له TiG څخه ملاتړ وکړئ او زموږ ارزښتونو ته درناوی وکړئ
  • زموږ سره مرسته وکړئ تر څو زموږ اصول په ښه توګه مراعت شي
  • نوې تجربې راوړئ
  • د ټولنې له نورو غړیو سره د ستونزو او پوښتنو په حل کې مرسته وکړئ
  • زموږ له ټیم، بهرنیو مشاورینو او همدارنګه تخنیکي ستونزو ته د ځواب ویلو وړتیا ولرئ

که پورتني شرایط پوره کولی شئ او همدارنګه زموږ له ټیم سره په دې برخه کې مرسته کولی شئ نو هیله ده چې د ایمیل له لارې زموږ له ټیم سره په اړیکه کې شئ.‌ د ټولنې د متخصص په توګه به له موږ سره په لنډ ټرنیګ کې باید ګډون وکړئ.

ولې د ټولنې ټول غړي نوم نه لري؟‌

په دغه ټولنیز پلټفارم کې هر ډول فعالیت تر سره کولو نورو خلکو ته هم ښکاري. دا چې موږ ستاسو مالومات او ستاسو هویت خوندي ساتلی وي د دې لپاره د ټولنې د غړیو نوم نه ښکاري. دا ټولو ګډونوالو ته د دې فرصت برابروي تو څو پرته له کومې وېرې او شرم څخه خپل ټول مالومات، ستونزې او تجربې شریکې کړي.‌

په څو کلنۍ کې په TiG کې ځان ثبتولی شم؟‌

کله چې اتلس کلنۍ ته ورسېږئ بیا کولی شئ په  TiG  کې ځانونه ثبت کړئ.‌ که له اتلس کلنۍ مو عمر کم وي بیا مو ممکن پروفایل زموږ د همکارانو له خوا پاک کړلی شي

په TiG کې زما ډاټا څه ډول ساتل کېږي؟‌

ستاسو معلومات په آلمان کې په سرور کې کوډ شوي ذخیره شوي. فورم عامه دی. نو ځکه، دا مهمه ده چې تاسو په فورم کې د خپل ځان یا نورو په اړه هیڅ ډول شخصي معلومات مه شریکوئ. د شخصي تبادلې لپاره، تاسو کولی شئ د 1: 1 چیٹ خونه وکاروئ چیرې چې تاسو به د مدیرانو لخوا بلنه درکړل شي. هلته تاسو کولی شئ په خوندي ډول شخصي معلومات شریک کړئ او اسناد اپلوډ کړئ. د چیٹ لاګونه په هر وخت کې د ډاونلوډ لپاره شتون لري. د 1: 1 چیټونو څخه معلومات به دریم اړخ ته نه لیږدول کیږي. کله چې تاسو د مشاورینو سره د ملاقات وخت وټاکئ، د مشورتي سازمان د محرمیت پالیسي د چیٹ مشورې په جریان کې پلي کیږي. تاسو کولی شئ دا د مشاور پروفایل کې ومومئ یا د ملاقات تصدیق کې لینک شوي. نور معلومات د محرمیت پالیسۍ او د کارولو شرایط کې موندل کیدی شي.

په فورم کې د خبرو اترو په اړه کوم ځانګړي اصول شته؟‌

lفورم د متقابل درناوي په اساس د مالوماتو د تر لاسه کولو او شریکولو لپاره جوړ شوی دی.‌ هیله ده،‌ چې د ټولنې له نورو غړیو سره په درناوي چلند وکړئ.‌ دا ځای له خلکو سره د سیاسي بحث او همدارنګه له لږکیو سره د ناسم چلند د بېلګې په توګه  LGBTIQ  خلکو د ناسم چلند لپاره نه دی جوړ شوی.‌ ستاسو شخصي مالومات لکه نوم،‌ تخلص، پته او داسې نور ښایي په فورم کې خپاره نه شي.‌ اعلانونه او همدارنګه ناسم مالومات زموږ په فورم کې ځای نه لري.

زه څه ډول له قوانیو څخه د سرغړونې راپور تاسو ته درکړم؟

که تاسو ته چا ستونزه جوړه کړه یا مو هم کوم ځورونکی پوست ولید، هیله ده چې زموږ همکاران ترې خبر کړئ.‌د دې کار د تر سره کولو لپاره د پوسټ ریپورټ په اپشن کلیک وکړئ او موږ ته یې په اړه خبر راکړئ موږ ټول شکایتونه په دقیقه توګه څېړو. هغه پوسټونه چې زموږ د اصولو خلاف وي یا هم تاسو پکې سپکاوی شوی وي یا هم کومه بده خبره د کوم ګډونوال له خوا خبره شوې وي زموږ همکارن به یې پوسټ پاک کړي او د پوسټکوونکی به یې د یو څه وخت لپاره له ویبپانې څخه بند کړل شي.‌ او په ځینې جدي مواردو کې ممکن دا ډول پوسټونه پاک کړل شي.‌

پوښتنه به مې څه وخت ځوابېږي؟

تاسو خپلې پوښتنې ته په دوه کاري ورځو کې ځواب تر لاسه کړئ‌. ستاسو پوښتنه به یا د ټولنې د نور غړیو په واسطه ځواب شي یا به یې هم زموږ همکاران تاسو ته ځواب درکړي.‌ زموږ همکاران ډېرې پوښتنې تر لاسه کوي او دوی هڅه کوي چې په لومړي فرصت کې ستاسو پوښتنو ته ځواب ووایي.‌ که یې لږ څه ډېر وخت ونیو،‌ زموږ مخکې له مخکې ستاسو له حوصله مندۍ څخه مننه کوو.‌ موږ به ستاسو هېڅ ډول پوښتنه بې ځوابه پرېنږدو.‌

ولې مې باید خپله پوښتنه به ځانګړې کټګوري او یا مضمون کې ځای پر ځای کړم؟

په ځانګړې کټګوري او یا موضوع اړوند د پوښتنې لیکل له نورو کسانو سره مرسته کوي تر څو د خپلو‌ پوښتنو لپاره په اسانۍ سره ځواب پیدا کړي.‌ که تاسو مو خپله پوښتنه په ځانګړې کټګوري او یا هم هماغه مضمون کې ځای پر ځای کړئ‌ په اسانه به موږ ته ښکاره شي او په اسانۍ سره به یې ځواب تر لاسه کړئ او همدارنګه د ټولنې غړيو ته به هم اسانه وي چې له تاسو سره مرسته وکړي.‌

په TiG کې د ویډیو له لارې د مشورې امکانات شته؟‌

نه متاسفانه، تر اوسه پورې د زنګ یا هم ویډیو له لارې د مشورې ورکولو امکانات نشته. موږ په دې کار کوو چې تر څو بدلون پکې راولو.

څه ډول ځان په TiG کې ځان ثبتولی شم؟‌

په TiG کې د ثبتېدو لپاره لومړی اړین قدم دا دی، چې په اصلي پاڼه کې د خپلې خوښې ژبه انتخاب کړئ. د ژبې له انتخابولو وروسته به مو اکونټ هم په هماغه ژبه باندې جوړ شي که غواړئ وروسته هم بیا د ویبپاڼه ژبه بدلولی شئ. د TiG  په ویبپاڼه کې د ثبتېدو لپاره د ثبتېدو په نوم اپشن د ویبپاڼې په پاسنی برخه کې ښي اړخ ته شته.‌ که د ثبتېدو په بټن کلیک وکړئ کولی د خپل برښنالیک، ګوګل، فېسبوک او یا هم ټویټر له حساب سره ځان ثبت کړئ. دا چې څنګه په TiG کې ځانونه ثبت کړئ په لنډه توګه یې دلته طریقه درته لیکو.‌

 

له برښنالیک سره ثبتېول:‌

  • خپل برښنالیک او نوم پکې ولیکئ. نوټ: د خوندیتوب د پالیسۍ له مخې موږ له تاسو هیله کوو چې له خپل اصلي د کارونې څخه ډډه وکړئ.
  • د خپل برښنالیک او نوم له لیکلو وروسته، له تاسو به وغوښتل شي چې د زموږ د خوندیتوب او کارونې له پالیسۍ سره باید همغږي اوسئ.‌
  • له نوم څخه لاندې په شنه باکس باندې له کلیک کولو وروسته زموږ د خوندیتوب او د کارونې له پالیسۍ سره ستاسو همغږي ښيي.‌ د ثبتېدو لپاره د نوي اکونټ د جوړولو په بټن باندې کلیک وکړئ‌ او بیا به د ایمیل له لارې یو لینک تر لاسه کړئ.‌ په ایمیل کې په تر لاسه شوي لینک باندې کلیک وکړئ او خپل نوم او پسورډ مو بدل کړئ.‌

 

د ټولنیزو رسنیو له لارې ثبتېدل:‌

  • که غواړئ حساب مو د فېسبوک، ګوګل او یا هم ټوټیټر له لارې ثبت کړئ‌ په لاندې توګه یې کولئ شئ.‌
  • د ټولنیز رسنیو په هغه اپشن باندې کیلک وکړئ چې تاسو غواړئ په TiG  کې ورسره حساب جوړ کړئ.‌ تاسو به اتوماته توګه د خپلو ټولنیزو رسنیو حساب ته دننه شئ او وروسته به تاسو په TiG کې ثبت او حساب به مو جوړ شي.‌
څه ډول یوه مشخصه موضوع او پوښتنه په پلټفارم کې موندلی شم؟

که د کومې ځانګړې موضوع په اړه پوښتنه لرئ او په پلټفارم کې په موندلو پسې ګرځئ لاندې لارښوونې په نظر کې ونیسئ
لومړی:
کور پاڼې ته ولاړ شئ، او د خپلې خوښې وړ موضوع نوم مو د پلټنې په ژېړ رنګه ځای کې (د کومې موضوع په اړه پوښتنه لرئ؟) ولیکئ. کله چې هلته پلټنه وکړئ په اتوماته بڼه به ځینې وړاندیزنه چې مخکې له مخکې په TiG کې شته تاسو ته ښکاره شي. که وي نو په هغه کلمه کلیک وکړئ چې تاسو ته وړاندییز شوې ده یا که په وړاندییزونو کې پیدا نه شو، د خپلې موضوع اړوند څه  ولیکئ او په لټون اپشن کلیک وکړئ د موضوع په اړه به درته ځینې ورته موضوعات په پلټفارم کې ښکاره شي
دویم:
له کور پاڼې څخه (زموږ د پلټفارم موضوعات) موضوع انتخاب کړئ تاسو به راسا د موضوعاتو مینو ته ولاړ شئ هلته تاسو کولی شئ د لټون بار کې موضوع ولیکئ یا د فرعي کټګورۍ په غوره کولو سره خپل لټون محدود کړئ. د فرعي کټګورۍ دننه لیدلی شئ چې کوم پوسټونه د ټولنې نورو غړو وار له مخه په دې موضوعاتو خپاره کړي دي.
درېیم:
د پلیټفارم سرلیک په پورتنۍ برخه کې د لټون په اپشن کلیک وکړئ. راسا به د فورم اصلي پاڼه پرانیستل شي. هلته تاسو کولی شئ د موضوعاتو د لټون لپاره ښي خوا ته د لټون اپشن وکاروئ.
څلورم:
د پلټفارم په پاسنۍ برخه کې د مینو په اپشن کلیک وکړئ. کله چې مینو پرانیستل شي، فورم انتخاب کړئ هلته هم کولی شئ د موضوعاتو د لټون لپاره ښۍ خوا ته د لټون اپشن وکاروئ

په فورم کې خپله پوښتنه څه ډول کولی شم؟‌
  • دا چې په فورم کې پوښتنه وکړئ د پلټفارم د اصلي پاڼې په پاسنۍ برخه کې پوښتنه وکړئ په اپشن کلیک وکړئ
  • یوه نوې پاڼه پرانیستل شي. هلته مو لومړی باید د پوښتنې کټګوري انتخاب کړئ د بېلګې په توګه د ژوند، کورنۍ، روغتیا، ژبې، استوګنې، کار او یا هم قانون په اړه خپله اصلي او وروسته فرعي کټګوري انتخاب کړئ.‌ په دې توګه به ستاسو پوښتنې په زموږ د همکارانو او یا هم د نورو ګډونوالو له خوا ځواب درکړل شي.
  • که ډاډه نه یاست چې پوښتنه مو په کومه کټګوري کې راځي،‌ اړینه نه ده،‌ یوازې یوه کټګوري انتخاب کړئ‌ او وروسته به یې موږ اصلي پاڼې ته ور زیاته کړو.‌
  • مهم: پوښتنې ته مو یو لنډ عنوان ورکړئ.‌ زموږ همکاران یې وروسته سمولی شي.‌ کله مو چې د خپلې پوښتنې لپاره عنوان انتخاب کړئ وروسته مو په لاندې برخه کې خپله پوښتنه مطرح کړئ.‌

او وروسته په د ثبتولو په بټن کلیک وکړئ. پوښتنه به مو په اتومات ډول په فورم کې راښکاره شي.

زه څه ډول پوښتنې او یا کمنټ ته ځواب ورکولی شم؟‌

پوښتنې یا هم کمنټ ته د ځواب ورکولو لپاره باید په پوښتنه اپشن باندې کلیک وکړئ. تاسو به د پوښتنو پاڼې ته ولاړ شئ،‌ له پوښتنې لاندې به د خپل کمنټ د لیکلو په نوم یو ځای درته پرانیستل شي هلته مو خپل ځواب او کمنټ لیکلی شئ.‌ همدارنګه تاسو په مستقیمه توګه بل کمنټ ته هم د ځواب په اپشن له کلیک کولو وروسته ځواب لیکلی شئ.

زما د خپلې برخې اخیستنې په اړه به څه ډول خبرېږم؟‌

 کله چې د ټولنې غړي ستاسو پوښتنو او کمنټونو ته ځواب وایي تاسو به په اتوماته توګه خبرتیا تر لاسه کوئ د پلتفارم په پاسنۍ برخه کې زنګ ورته اپشن باندې له کلیک کولو وروسته تاسو وروستۍ ټولې خبرتیاوې ښکاري.‌

څه ډول به د تازه خبرو اترو په اړه په پلټفارم کې خبر شم؟‌

که به مشخصه توګه له خینو موضوعاتو سره لېوالتیا لرئ‌ کولی شئ هغه وڅارئ. د دې کار له تر سره کولو وروسته به د هر وخت د هغه موضوع په اړه تاسو ته خبرتیا استول کېږي.‌ د دې کار د تر سره کولو لپاره په فالو یا هم د څارولو په اپشن چې د کټګورۍ لاندې دی باید کلیک وکړئ هر ډول خبر یا هم بدلون چې په هغه موضوع یا هم پوښتنه کې راځي تاسو به په اتوماته توګه خبر شئ.‌

څه ډول وروستي پوسټونه لوستلی شم؟‌

د وروستیو او تازه پوسټونو د لوستلو لپاره فورم ته ولاړ شئ د خبرو اترو برخه د وروستۍ نېټې په اساس چان کړئ. د دې کار له تر سره کولو وروسته په فورم کې د پلتنې له آپشن څخه د انتخابولو وروسته د جوړولو یا هم چاڼولو په آپشن کلیک وکړئ او وروسته یې تایید کړئ.‌

څه ډول یوه پوښتنه او یا هم موضوع څارلی شم؟

د پوښتنې او یا هم یوې ځانګړې موضوع د څارنې لپاره د پوښتنې د اصلي او فرعي کتګورۍ لاندې د څارولو به اپشن کلیک وکړئ هر وخت چې د هغې پوښتنې او یا هم موضوع په اړه تازه څه وشي تاسو په اتوماته توګه د پلټفارم په ښي کونج کې په سره رنګ خبرتیا تر لاسه کړئ.‌

پر ځای کولی شوم؟‌

هغه پوسټونه چې د نورو د ځورونې سبب ګرځي او یا هم ناسم مالومات پکې خپاره شوي وي او یا هم زموږ د اصولو خلاف وي هغه ټول پوسټونه موږ له خپلې ویبپاڼې څخه دلیټوو.‌ که تاسو هم دا ډول پوسټ وینئ نو موږ یې په اړه خبر کړئ.‌ د دې کار د تر سره کولو لپاره د دا پوښتنه ریپورټ کړئ په اپشن باندې کلیک وکړئ له هغه وروسته مو د ریپورټ په اړه خپل دلیل ولیکئ هر څومره ژر چې کېږي موږ به هغه پوسټ وګورو. او به اړه به یې پرېکړه وکړو.

څه ډول د TiG له ټیم سره خپل فیډبک شریکولی شم؟‌

زموږ ټیم ستاسو کمنټونه،‌ وړاندیزونه او نظریات د دې لپاره چې ستاسو لا ګټور خدمت وشي په ورین تندي مني. تاسو کولی شئ‌ وړاندییزونه، نظریات، کمنټونه په مستقیمه توګه په فورم کې زموږ همکارانو ته یا هم د دغه support@together-in-geramany.de  له لارې له موږ سره شریک کړئ.‌

څه ډول خپل پسورډ بدلولی شم؟

د پسورډ د بدلولو لپاره د ویبپانې د اصلي پاڼې په ښي‌ اړخ کې د تنظیماتو په آپشن کلیک وکړئ. هغه پسورډ ورزیات کړئ‌ چې تاسو یې اوس کاروئ‌ او وروسته مو په همدې صفحه کې په لاندینۍ برخه کې خپل نوی پسورډ ورزیاتلی شئ او وروسته یوازې په تایید کلیک وکړئ پسورډ به مو بدل شي.‌

څه ډول خپل برښنالیک بدلولی شم؟‌

د برښنالیک د بدلون لپاره د ویبپانې د اصلي پاڼې په پاسنی برخه ښي‌ اړخ ته د پروفایل په آپشن کلیک وکړئ‌ او بیا وروسته تنظمیاتو ته ولاړ شئ. او وروسته مو خپل اوسنی پسورډ هلته ورکړئ، او په بله پاڼه مو برښنالیک پکې ولیکئ او د له دې وروسته د ثبتېدو به ابشن کلیک وکړئ له دې سره به مو ایمیل بدل شي.‌

څه ډول په خپل حساب/اکونټ کې بدلون راوستلی شم؟‌

د دې کار د ترسره کولو لپاره د ویبپاڼې د اصلي صفحې په پاسنی برخه کې د پروفایل د سمون په آپشن کلیک وکړئ له دغه ځای څخه په خپل پروفایل کې هر ډول بدلون راوستلی شئ.

څه ډول له خپل حساب/اکونټ څخه وتلی شم؟‌

د دې کار د ترسره کولو لپاره د ویبپاڼې پاسنۍ برخې ته ولاړ شئ او هلته د پروفایل په اپشن کلیک وکړئ. چې تاسو ته به یوه مینو به اتوماته توګه خلاصه شي هلته یو اپشن د وتلو په نوم دی په هغه له کلیک کولو وروسته له خپل حساب/اکونت څخه وتلی شئ.‌

څه ډول د پلټفارم ژبه بدلولی شم؟‌

د دې کار د تر سره کولو لپاره د پلټفارم په ښي او‌ پاسنی برخه کې چېرته چې د پلفارم اوسنی ژبه درته ښکاري به هغه ځای له کلیک کولو به نورې ژبې هم درته ښکاري شي او وروسته د خپلې خوښې ژبه انتخابولی شئ. تاسو پښتو، جرمني، انګلیسي، فرانسوي، روسي، ترکي، عربي، فارسي/دري، اکرایني ژبې پکې انتخابولی شئ.

خپل پروفایل ډلیټولی شم؟

د دې کار د تر سره کولو لپاره باید د پلټفارم ښي اړخ پاسنۍ برخې ته ورشئ،‌ هلته د پروفایل به اپشن ایکن او وروسته د تنظیماتو په اپشن کلیک وکړئ. په تنظیماتو کې ښکته راشئ، هلته به د خپل اکونټ له منځه وړلو به نوم یو نوی آپشن پیدا کړئ په هغه له کلیک کولو وروسته به مو اکونټ زموږ له ویبپانې څخه ډلیت شي.‌ که نه غواړئ چې اکونټ مو ډلیټ شي کولی شئ په اووه ورځو کې یې بېرته فعاله کړئ. له موږ سره د دغه ایمیل له لارې support@together-in-germany.de په اړیکه کې شئ او د ایمیل په عنوان د خپل اکونټ د بیا فعالېدو غوښتنه وکړئ زموږ همکاران بېرته ستاسو ایمیل درته فعاله کړي، له دې کار پرته به په راتلونکو اوو ورځو کې ستاسو اکونټ یا هم حساب د دایم لپاره زموږ له ویبپاڼې څخه ډلیت شي.

نوټ: که خپل اکونټ ډلیټ کړئ له فورم څخه به ستاسو پوښتنې په اتوماته توګه لرې شي او دا یوازې ستاسو له نوم پرته به د ټولنې نورو غړیو او کارونکو ته ښکاري. که نه غواړئ چې ستاسو د اکونټ له پاکېدو وروسته ستاسو پوښتنې او ځوابونه چاته ښکاره شي مخکې له دې چې خپل اکونټ ډلیټ کړئ لومړی مو خپلې کړې پوښتنې او ځوابونه ډلیټ کړئ.‌

څه ډول خپل پوست سمولی او یا هم ډلیټ کولی شم؟

چې په خپل پوسټ کې بدلون راولی یا یې هم ډلیټ کړئ د دې کار لپاره باید د پروفایل په اپشن کلیک وکړئ او تر هغه لاندې زما فعالیتونو به نوم اپشن انتخاب کړئ له دې وروسته به تاسو ته د خپلو ټولو پوسټونو پاڼه پرانیستل شي. هغه پوسټ انتخاب کړئ چې تاسو یې غواړئ سم یا یې هم ډلیټ کړئ. ستاسو پوسټ به په نوې پاڼه کې پرانیستل شي. په لاندیني ښي اړخ کې به د پنسل په توګه یوه نښه درته ښکاره شي وروسته بیا به هغه باندې کلیک وکړئ. چې له دې وروسته به یوه تازه پاڼه پرانیستل شي‌ هلته مو خپل پوسټ سمولی او همدارنګه ډلیټ کولی شئ. او وروسته بیا د بدلونونو د ثبتولو په اپشن کلیک وکړئ.‌

څه ډول په ویبپاڼه کې تخنیکي ستونزې حل کولی شم؟‌

که به پلټفارم کې له ستونزې سره مخ شوئ، زموږ همکارانو ته به مستقیمه توګه په فورم کې خپله ستونزه ولیکئ او یا هم سره د لاندې ایمیل support@together-in-germany.de له لارې په اړیکه کې شئ.‌

که د ډېر وخت لپاره له خپل حساب څخه کار وانخلم څه کېږي؟‌

که په شپږو میاشتو کې مو له خپل حساب یا هم اکونټ څخه کار وانخلئ،‌ ستاسو حساب به په اتوماته توګه پاک کړل شي. موږ به تاسو له دې خبر کړو چې حساب یا هم اکونټ مو څخه موږ له خپلې ویبپاڼې څخه پاکوو.‌

د SSO له لارې ځان ثبتول:

SSO د ننوتلو یا هم ځان ثبتولو په مانا دی. د SSO سره، تاسو کولی شئ په یو کلیک سره د ټولنیزو رسنیو خدماتو لکه فیسبوک، ټویټر، یا ګوګل ته ننوځئ. په ساده ډول خپل کارن نوم او پټنوم دننه کړئ چې تاسو د اړوند پلیټ فارم لپاره کاروئ.

یادونه: که تاسو د فیسبوک، ګوګل یا ټویټر له لارې زموږ په پلیټ فارم کې راجستر کړئ، اړونده چمتو کوونکی به پوه شي چې تاسو زموږ سایټ ته راځي او څومره وخت په پلیټ فارم کې پاتې کیږئ. چمتو کوونکی نه زده کوي چې تاسو په پلیټ فارم کې څه لیکئ. که تاسو دا غوره نه کړئ، د خپل بریښنالیک سره راجستر کړئ.