مور او وروڼه

Rahmatrahim • 21 جولای 2023
1 comment
0 لایکونه

سلامونه!

زه دالمان دری کلن اسناد لرم

غواړم مور او وروڼه مې دلته راولم ځکه په وطن کې د مختلفو مشکلاتو سره مخ دې

نو زه کوم نهاد ته او چیرته غارض شم؟

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.‌

متاسفانه د جرمني د قانون له مخې د کورنۍ د غړیو تعریف زموږ او ستاسو له ټولنې سره توپیر کوي. هغوی د کورنۍ غړي یوازې اولادونه، مېرمن/خاوند حسابوي اولادونه هم هغه چې عمرونه یې تر اتلس کلونو څخه ټیټ وي.‌ نو که یو څوک وغواړي چې له افغانستان څخه د خپلې کورنۍ نور غړي لکه پلار، مور، وروڼه او خویندې دلته جرمني ته راولي هغوی د دوی د کور غړي نه حسابېږي نو ځکه په دغه برخه کې ورسره مرسته نه کوي. او متاسفانه تاسو دا حق نه لرئ‌ چې هغوی دلته راولئ. خو په دې وروستیو کې ځینو ایالتونو د کورنۍ د غړیو د رواستلو لپاره ځینې پروګرامونه اعلان کړي دي چې متاسفانه شرایط یې هم اسانه دي، که په برلین، هیسن، تورینګین کې اوسېږي هلته ایالتي پروګرامونه شته، او د هغه لارې کولی شئ خپل د کورنۍ غړي جرمني ته راولئ خو باید کار وکړئ او د ژوند ټول لګښتونه یې په خپله ورکړئ.

په دغه لینک باندې د ایالتي پروګرامونو په اړه بشپړ مالومات په پښتو ژبه باندې موندلی شئ.‌

https://handbookgermany.de/ps/afghanistan-info

که لا هم په اړه هر ډول پوښتنه لرئ‌، هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ موږ به یې ځواب درکړو.‌
په درنښت

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.