په آلمان کې د انلاين تجارت اجازه

anayatzadran15 • 8 سپتمبر 2023
1 comment
0 لایکونه

کچيرې زه په آلمان کې د انلاين تجارت اجازه واخلم او کار پرې شروع نه کړم ايا زما د سوسيال پيسې کته کيږي ؟ يا که زه کار شروع‌ کړم او عوايد يي د پنځو سوو ايرو څخه کم وې زما د سوسيال پيسې کته کيږي او کنه،؟

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.‌

که چېرې د انلاین کار اجازه واخلئ او کار پیل نه کړئ نو بیا مو پیسې نه درباندې بندېږي. که چېرې یې عاید له پنځو سوو یورو څخه کم یا هم د میني‌جاب په کچه باندې وي، بیا ستاسو د سوسیال له پیسو سره مجرا کېږي او ممکن کمې یې تاسو ته درکړل شي. خو که په میاشت کې تر ۱۶۰ یورو پورې پیدا کړئ بیا د سوسیال پیسې هم په بشپړه توګه درکول کېږي او د دغه کار عاید هم درلودلی شئ.‌

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.
په درنښت

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.