زه غواړم پوه شم د المان داخل کې یو شخص څنګه کولۍ شی چه د فرصت کارت لپاره اپلای وکړی، ایا امکان یې شته دی او کنه؟ زما د پنا غوښتنه هم تر پروسس لاندې ده که چیرې د فرصت کارت لپاره زه وړ وم زه کولۍ شم د پنا غوښتنه مې بیرته واخلم!
زده کړې : په ودانیزه انجینری کې د ماستری تر کچې
د اسنادو رسمی کول په جرمنی کې : هو
د جرمنی ژبې سند: B1
انګلیسی هم تر څه ناڅه خبرې کولۍ شم
عمر :۳۲ کلن
زه فعلا د جرمنی نارت راین وستفالن ایالت د بوخوم ښار کې ژوند کوم
سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!
متاسفانه که د پناه غوښتنه پروسه مو په جریان کې وي د فرصت کارت ته اپلای نه شئ کولی. خو د دې تر څنګ یوه لاره دا ده، چې که چېرې مو د پناه غوښتنې غوښتنه لغوه کړئ په هغه صورت کې بیا د فرصت کار اخیستلی شئ، چې دا کار د وکیل له طریقه وکړئ. خو په یاد مو وي چې که د پناه غوښتنه مو لغوه کوئ، بیا چې د فرصت کارت واخلئ هم ستاسو د استوګنې اجازه به یوازې ستاسو په کار پورې اړونده وي مانا دا چې که چېرې مو کار ختمېږي د استوګنې اجازه مو هم ورسره ختمېږي.
که په دې اړه لا نورې پوښتنې لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.
خوشحاله به شم چې مرسته درسره وکړم.
په درنښت