د اکاډميکو اسنادو تاييد د بهرنيو زدکړو مرکزي اداره (Zentralstelle für ausländisches Bildungswesen) کوي. دا اداره د (anabin) په نامه د مالوماتو بانک لري چې په مرسته يې کولای شئ خپل پوهنتون يا د لوړو زدکړو مرکز د جرمني له معيارونو سره پرتله کړئ. دې ادارې ته د سندونو د رسمي کولو لپاره په مخامخ ډول ورشئ او غوښتنه وکړئ. د زياتو مالوماتو لپاره د دوی پر وېبسایټ د (Zeugnisbewertung) برخه ولولئ. په دې اړه نور مالومات پر (make-it-in-germany) وېبسایټ لوستلی شئ.
د حرفوي روزنې د اسنادو د رسمي کولو لپاره د (Anerkennungs-Finder) پر وېبسایټ د خپل مسلک اړوند د سندونو رسمي کولو يوه څانګه ومومئ. هلته کولای شئ په مخامخ ډول د خپل مسلک نوم ورکړئ او يا له الف څخه تر يا پورې د مسلکونو له کتهګوريو څخه يوه غوره کړئ. وروسته به تاسې ستاسې اړوند د سندونو د رسمي کولو څانګه وښودل شي.
که نه پوهېږئ چې په جرمني ژبه کې ستاسې مسلک ته څه وايي؛ کولای شئ پر (BERUFENET) وېبسایټ د دقيق نوم لټون وکړئ.
که د جاب سنټر یا د سوسیال د ادارې اړوندېږئ لومړی له هغوی سره په اړیکه کې شئ هغوی به دا پروسه پر مخ درته بوزي او د دې تر څنګ یې لګښتونه هم هغوی پر غاړه اخلي.
که لا هم په دې اړه مالوماتو ته اړتیا لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.
سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!
که څوک د خپل هېواد مسلکي، د پوهنتون يا ښوونځي د فراغت سندونه ولري، کولای شي په جرمني کې يې رسمي يا تاييد کړي. د سندونو د رسمي کولو شونتيا پر (Anabin) وېبسایټ کتلی شئ.
چېرته خپل سندونه رسمي کولای شم؟
په جرمني کې د ښوونځيو، اکاډميکو زدکړو او حرفوي روزنې د اسنادو رسمي کول ممکن دي او د هرې څانګې لپاره د سندونو د رسمي کولو لارې بېلې دي:

په درنښت