پر ډيپورټ بندیز استوګنې اجازه تبدیلول د ماهرو ګارو د استوګنې اجازې ته

NSPEENGHAR • 28 جون 2024
3 comments
0 لایکونه

سلامونه او احترامات مې قبول کړئ، زه نجیب الله یم د افغانستان څخه، څه موده وړاندې مې په جرمني کې پر ډیپورټ بندیز یعنې ابشیبونګ فربوټ اسناد واخیستل، زه په افغانستان کې د سیول انجنیرئ نه فارغ یم او دلته مې په جرمني کې خپل اسناد هم رسمي کړي دي، ایا دا امکان لري چې زه دا ډول د استوګنې اجازه د ماهرو کارګرو د استوګنې اجازې ته تبدیله کړم؟ که امکان لري نو د دې کار لپاره باید زه څه وکړم؟

ستاسې د جواب په هیله 

مننه

ځوابونه (3)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!

 

د مسلکي کارکوونکو د مهاجرت د نوي قانون په تعدیلاتو کې د موخې او د تګلوري بدلون (Zweckwechsel und Spurwechsel) په نوم فرصتونه شته. کله چې جرمني ته راځئ، ستاسې استوګنه تل په ځانګړو شرایطو پورې تړلې وي. تاسې اړتیا لرئ چې د بېلګې په توګه ویزه ولرئ او یا د اړتیا په وخت کې د پنا غوښتنه وکړئ. یوه ویزه تل د یوې ځانګړې موخې، یعنې د سفر له هدف سره تړلې وي. په اصولو کې تاسې د دې هدف لپاره د استوګنې اجازه ترلاسه کوئ. کله چې تاسې په جرمني کې یاست او غواړئ چې د استوګنې اجازه بدله کړئ، دا اصطلاح د "موخې بدلون" په نوم یادیږي. په دې حالت کې اکثره وخت د ویزې پروسې بشپړولو ته اړ کېږئ.

په دې برخه کې بېلابېل امکانات او محدوديتونه شته. د پناغوښتنې لپاره د راتګ پر مهال یو ځانګړی فرصت شته. دا فرصت "د تګلوري بدلون" په نوم یادیږي. تر اوسه پورې د پناغوښتنې لپاره د داخليدو په وخت کې یو سخت بندیز پلی کېده. اوس نوي قوانین غواړي چې ځانګړو پناغوښتونکو ته اجازه ورکړي چې په ځانګړې توګه د مسلکي کارګرانو په توګه، د کار بازار ته ولاړ شي. د دې کار لپاره باید د پنا غوښتنه بیرته واخیستل شي. آیا دا کار معقول دی او که نه، په اړوند کس پورې اړه لري.

 

د جرمني د استوګنې په قانون کې د "موخې بدلون" اصطلاح دې ته وايي چې یو کس د خپلې استوګنې هدف بدلولی شي. دا مقرره خلکو ته اجازه ورکوي چې د استوګنې حالت بدل کړي، یعنې په عموم کې د یوې استوګنې له ډول څخه بل ته واوړي. د بېلګې په توګه، د "موخې بدلون" کولی شي په دې مانا وي چې یو څوک چې په تحصيلي ویزې سره جرمني ته داخل شوی، اجازه واخلي چې د استوګنې حالت بدل کړي، څو په جرمني کې کار وکړي. هغه به بیا د کارکوونکي په توګه د استوګنې اجازه ترلاسه کړي.

په اصولو کې، تاسې تل باید له وړ ویزې سره جرمني داخل شوي یاست (§ 5Abs. 2 AufenthG). یعنې، د ويزې هدف باید د استوګنې له هدف سره سمون ولري. همدارنګه تل دا ښه ده چې لومړی د هغه هدف لپاره د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ چې تاسې د هغې لپاره جرمني ته داخل شوي یاست. یعنې که تاسې د تحصيل ویزه ترلاسه کړې وي، نو وروسته له داخلېدو باید د بهرنیانو چارو يا اوسلنډربېهورده ادارې ته د زده‌کړو لپاره د استوګنې اجازه ترلاسه کولو لپاره ورشئ.

 کله چې د بل ډول استوګنې اجازې ټول شرایط پوره کړئ او غواړئ چې هغې ته بدل شئ، کولی شئ د بهرنیانو چارو له ادارې څخه د بدلون غوښتنه وکړئ (Zweckwechsel). د بېلګې په توګه، تاسې د زده کړو لپاره استوګنې اجازه لرئ او بیا مو په جرمني کې واده کړی دی یا دنده پیدا کړې ده او يا ورته نور.

 يادونه: په ډیرو مواردو کې ښايي اړ شئ څو د نوې استوګنې د موخې لپاره د ویزې پروسه بشپړه کوړئ. په دې مانا چې باید بیرته خپل هېواد ته سفر وکړئ او له هغه ځایه د ویزې غوښتنه وکړئ. دا خبره د راتګ او استوګنې د موخې، شخصي انفرادي حالت او د بهرنیانو چارو ادارې د چلند پر بنسټ توپیر کوي او ډیر ځله په بیلابیلو ډولونو سره ترسره کیږي. د استوګنې ځينې موخې شته چې ترمنځ یې په اسانه بدلون کولی شئ؛ د بېلګې په توګه د مسلکي کارکوونکو د استوګنې اجازه، خو ځینې چې په کې دا ډول بدلون ستونزمن دی. په ځینو کې حتی بندیز هم شته او ښايي په هغو کې بدلون ممکن نه وي. د بېلګې په توګه، د پناغوښتنې پروسې په جريان کې د کاري مهاجرت له مخې د استوګنې اجازې په ترلاسه کولو بنديز دی. په بله وينا، دا کار په اصولو کې شونی نه دی. خو له نوي قانون سره، ځینې کسانو ته اجازه ورکول شوې چې که هغوی خپله پناغوښتنه بیرته واخلي، د مسلکي کارګر په توګه د استوګنې اجازه ورکړل شي. په دې اړه نور معلومات په "د تګلوري بدلون" برخه کې موندلی شئ. د GGUA په نوم له کډوالو سره د مرستې ادارې د موخو بدلون لپاره یو جدول جوړ کړی دی. جدول ښيي چې پرته له دې چې د ویزې پروسه بیا بشپړه کړئ، له نويو مقرراتو سره کوم بدلونونه ممکن دي. هیله ده په یاد ولرئ چې په جدول کې دا لنډيز هیڅ تضمین نه وړاندې کوي او پریکړه تل په فرد پورې اړه لري.

دا جدول دلته کتلی شئ.

په جدول کې رنګونه:

  • سور: بدلون په قانوني توګه منعه دی. 
  • ژیړ: بدلون معمولا ناشونی دی، مګر په استثنایی حالتونو کې شونی کیدی شي. 
  • شين: بدلون شونی دی، مګر په ډیرو مواردو کې دا د مهاجرت ادارې يا اوسلنډربېهورده چارواکو په واک کې دی.

مهم: د ځان ډاډه کولو لپاره په خپله سيمه کې له مشورتي مرکز او يا وکيل څخه مشوره وغواړئ. که بیا هم بله کومه لاره نه وینئ او د ویزې پروسه باید په واقعیت کې بشپړه کړئ، هڅه وکړئ مخکې له سفر څخه د بهرنیانو چارو له ادارې يا اوسلنډربېهورده څخه یو ډول موافقه ترلاسه کړئ. ډاډ ترلاسه کړئ چې دوی تاسې ته تایید کړي چې کله د ویزې پروسه بشپړه کړئ، تاسې به د اقامت غوښتل شوې اجازه ترلاسه کړئ.

 

په پاسني جدول کې هم کتلی شئ، چې خپله د استوګنې اجازه د ماهرو ګارګرو د استوګنې اجازې ته بدلولی شئ‌ کنه دا ټول مالومات مې ځکه دلته درته ولیکل چې په موضوع باندې ښه پوه شئ.

 

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ، موږ به خوشحاله شو، چې مرسته درسره وکړو. 

 

په درنښت

 

NSPEENGHAR

سلامونه او احترامات مې یو ځل بیا قبول کړئ، د ځواب څخه مو نړۍ مننه.

ما خو خپله پوښتنه ډېره واضحه کړې ده خو دا ټول معلومات زما د پوښتنې اړوند نه دي، زه په ویزه نه یم راغلی، او د ما د ابشیبونګ فربوټ اسناد اخیستي ایا دا اسناد کیدای شي چې د ماهرو کارګرو په اسنادو تبدیل شي؟

Moderation

هو دا کار امکان لري، خو باید شرایط یې پوره کړئ‌ او ستاسو د مالوماتو لپاره بیا هم باید ووایم، چې که چېرې د ماهرو کاګر په توګه د استوګنې اجازه تر لاسه کړئ باید دنده پیدا کړئ هر وخت مو چې دنده خلاصه شي د استوګنې اجازه مو هم ورسره ختمېږي او ستاسو د استوګنې اجازه به ستاسو پر کار پورې اړونده وي. 

 

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ‌ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌

په درنښت 

 

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.