سلام شبیر جانه، خدای تعالی دې وکړی چی روغ او جوړ به یی، یوه پوښتنه وه په مهربانی سره یی جواب راکړی، کله چی یوه پناه غوښتونکی د سوسیال په کور کی اوسیږی او په راتلونکی کی کار شروع کړی او د سیوسیال کور پریږدی، که یی پدی کور کی څه خراب کړی وی یا تری مات شوی وی باید تاوان یی ورکړی؟
سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.
که له کار کولو مخکې کور پرېږدئ او بل ځای ته کډه وکړئ بیا تاوان ممکن درنه وانخلي او معمولا د سوسیال په کورونو کې دا مسله ډېره جدي نه نیول کېږي. خو که په همدې کور کې اوسېږئ او کار پیل کړئ بیا ممکن تاوان درنه واخلي. دا مسله ډېری وخت په ښار، ایالت او د سوسیال د ادارې د هغه مسوول کس په پرېکړه پورې اړه لري او ډېری وخت دا مسله جدي نه نیول کېږي.
که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده دلته یې راته ولیکئ.
په درنښت