سلامونه نیکی هیلی او احترامات می ومنی
زه کیهان الله کمین یم
د لسو میاشتو راهیسی د Ravensburg وولسوالی په Kissleg کی اوسیږم
په ژبه نه پوهیږم او زما لپاره د دولت هیڅ کوم د کورس او یا هم د مکتب لپاره کومه مزسته نه ده شوی د کورس یا د مکتب د پیلولو لپاره ماسره مرسته وکړی څنکه کولای شم د کورس یا د مکتب لپاره کډون وکړم
مننه کوم
سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.
که چېرې څوک په انټګراڅيون یا د ژبې په کورس کې د ګډون اجازه ولري او په ترسره کولو يې مکلف وي؛ د بهرنيانو چارو د ادارې (Ausländerbehörde)، جابسنټر يا کار له ادارې څخه د وړتيا يو سند (Berechtigungsschein) ترلاسه کوي. د دې سند په مرسته په خپله د ژبې د زدهکړې په ښوونځيو کې ځان ثبتولای شئ. ستاسې د سيمې اړوند د بهرنيانو چارو اداره يا جابسنټر کولای شي تاسې ته د ښوونځيو لست درکړي. د دې تر څنګ د بمف يا KURSNET په پلټونکو پاڼو کې هم يو کورس موندلای او غوره کولای شئ.
که د وړتيا اړوند سند ترلاسه نه کړئ؛ کولای شئ بمف ته په دې اړه يوه غوښتنليک ولېږئ. دا غوښتنليکونه په جرمني يا ځينو نورو ژبو د بمف له وېبسایټ څخه کښته کولای شئ. پر دې وېبسایټ همدا شان هغه پته هم موندلای شئ چې بايد دا غوښتنه ورته ولېږل شي. بمف به وروسته خپله پرېکړه وکړي چې تاسې ته دا اجازه درکړي او که نه. دوی به د خپلې پرېکړې په اړه تاسې ته ليک وليږي. که مرستې ته اړتيا لرئ، کولای شئ د ځوانو مهاجرو خدمتونو (Jugendmigrationsdienst) او لويانو مهاجرو مشورتي مرکزونو (Migrationsberatung für Erwachsene) پر وېبسایتونو يوه مشورتي اداره ومومئ.
يادونه: د ادغام په کورس کې له نوم ثبتولو وروسته بايد هر څه ژر دا کورس پيل کړئ. د دې کار لپاره يو کال وخت لرئ. له هغه وروسته د اغام د کورس لپاره درکول شوی سند اعتبار نه لري. . که د ادغام د کورس په جريان کې له يو کال زياته وقفه واخلئ، بيا هم د درکول شوي سند اعتبار ختميږي.
که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.
په درنښت