Wohnung

walizamang • 11 اګست 2023
1 comment
0 لایکونه

سلامونه

زما پوښته دغه ده چې زه يو کال کیږي چې په جرمني کې ژوند کوم ، زه په يو هایم کې يم چې زما په اطاق کې لس نفر ژوند کوي نو زه ډیر په تکلیف کی یم ځکه چې زه د الماني ژبې درس وايم نو نشم کولی چې د لسو نفرو سره یوځای. ژوند وکړم نو ما ډير کوشش وکړ چې ځان ته کور پيدا کړم نو څوک نشته چې زما سره د کور په پيدا کولو کې مرسته وکړي ، ما يو څو ځله د سوسيال څخه هم غوښتنه وکړه هغه ځای تيرباسې يو ځل می د اپارتمان د استحقاق سند غوښتنه وکړه نو نه یې راته وويل ، زه بايد څه وکړم تاسو زما سره مرسته کولۍ شی 

زه د المان هيواد قبايلي هم لرم .

په درنښت

ولي زمان برهاني 

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې درته ښه راغلاست وایم.

متاسفانه دا ستونزه په ټول جرمني شته، چې کورونه په سختۍ پیدا کېږي بیا هغه کسانو ته چې له جاب سنټر یا هم سوسیال ادارې څخه مرسته تر لاسه کوي. په هر ښار کې ځینې مرستندویه ادارې دي چې په بېلابېلو ژبو باندې خبرې کوي، له هغوی سره وخت ونیسئ او دا ستونزې مو ورته ووایئ ممکن په ځینو خاصو مواردو کې درسره مرسته وکړي.
اما تر ټولو غوره لاره دا ده، چې په کور پسې باید په خپله وګرځئ حتمن یوه ورځ مو چانس کار کوي او کور به ومومئ.

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده دلته یې راته ولیکئ.
په درنښت

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.