ټکس نمبر او ادرس

zakriasediq • 15 سپتمبر 2023
4 comments
0 لایکونه

څنګه کولای شو چې د ټکس نمبر او ادرس لپاره غوښتنه وکړو 

د bamf اداری نه 

Kategorie
نور

ځوابونه (4)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.

کله چې په جرمني کې ثبت شئ، د سوسیال او یا د جاب سنټر اداره په خپله د ټکس شمېره درته لېږي اړتیا نشته چې تاسو یې غوښتنه وکړئ. او بله د ادرس د مسلې پوښتنه مو واضح نه ده هیله ده چې دلته مو پوښتنه راته واضح ولیکئ.

په درنښت

zakriasediq

وعليکم سلام
ژوندی اوسی وروره
د ادرس مې مطلب هغه پاڼه ده کومه چې هر مهاجر ته ورکوی کوم ځای کې اوسيږی کیمپ یا هیم کې د هغه ځای ادرس وی او د دوی لخوا ټاپه شوی وی يعنې ثبت ادرس درکوی
زموږ ټولو ملګرو ته راغلی دواړه ټکس نمبر او ادرس خو زموږ څلور مياشتې وشوی چې نشته. د دې تر لاس کولو لپاره غوښتنه سنګه وکړو
په احترام
ذکریا صدیق

Moderation

سلامونه!

د ثبت کومه پاڼه چې تاسو یادوئ، هغه مو باید په جرمني کې د ثبت کېدو څخه وروسته تر لاسه کړئ وی.‌ که لا مو هم نه وي تر لاسه کړې نو د کمپ له مسوولینو یې پوښتنه وکړئ.‌ د ټکس نمبر ته تاسو اړ نه یاست چې په خپله یې غوښتنه وکړئ، هغه نمبر درته په خپله راځي، که وخت ونیسي هم څه ستونزه نشته نو په تمه شئ.‌

که لا هم په دې اړه کومه پوښتنه لرئ، هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌
په درنښت

zakriasediq

قربان دې د ښه معلومات څخه شم یوه پوښتنه بله لرم هغه دا چې کله یو کس ډوبلین وی دغه ډوبلین وخت د کوم وخت څخه شروع کیږی کله چې ته رد شی مطلب ډوبلین انټرویو څخه وروسته او که کله تاته لومړی ځل ګوتي ولګوی او تاته د ډوبلین ورقی درکړی زه نه پوهېږم کله یو کس په جرمنی کې ټول وخت شپږ میاشتې تیری کړی د ډوبلین څخه خلاصیږی زه اول ځل د بامف څخه رد شوم او بیا چې مې وکیل ونیو بیا د محکمی څخه رد شوم ځینی خلک وایی چې ډوبلین د سره تاته پیل شو هېله لرم تشریخی ځواب راکړی
مننه تل خوشاله ژوند ولری

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.