تخلیه پروسه

SaidMangal • 1 جولای 2024
1 comment
0 لایکونه

سلام علیکم

ایا اوس هم د تخلیه پروسه داوام لری اوکنه؟

که تاسو سره کوم ایمیل آدرس یی وی یا دفتر ادرس یی تاسو سره وی هیله کوم راسره شریک یی کړی. په هامبورګ کی ښار کی وی ډیر به ښه وی. مننه?

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!

 

متاسفانه د جرمني هېواد د کډوالو د منلو پروګرام بند دی، له ډېر وخت څخه دا پروسه بنده ده او د دې تر څنګ د تخلیې کوم پروګرامونه چې وو هم هغوی ته د غوښتنلیک د لېږلو پروسه داسې وه، چې هر چا چې له کومې ادارې سره کار کړئ بیا د هماغې ادارې له مشرانو سره په اړیکه کې او د دې غوښتنه ترې وکړي چې د جرمني هېواد د بهرنیو چارو ادارې ته ورپېژندل شي. نو متاسفانه د اوس لپاره دوی کوم داسې مشخص ادرس نه دی خپور کړئ چې له مخې یې د جرمني هېواد د تخلیې د پروګرام برخه شئ.‌

 

که لا هم پدې اړه پوښتنه لرئ،‌ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ. 

په درنښت

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.