سلامونه جوړ پخیر، زه شبیر سلیمي د TiG د پښتو ژبې مسوول یم!
ښایي په جرمني کې د ژوند د دوام لپاره له ګڼو ستونزو او پوښتنو سره مخ شوي یاست، ځینې وخت سخته ده چې په سمه توګه مو پوښتنو ته ځواب ومومئ، په TiG کې مو پوښتنو ته ځواب موندلی او همدارنګه خپلې تجربې د ویبپاڼې له نورو لوستونکو سره شریکولی شئ. ستاسو د هر ډول پوښتنې ځواب موږ درکوو، که چېرې اړتیا شوه موږ مو مشورتي مرکزونو ته معرفي کوو تر څو ستاسو ستونزو او پوښتنو ته د حل لاره ومومي.
زه مو پوښتنو ته په تمه یم.
په درنښت،
سلیمي صاحب ډېره مننه کوو چې تاسو داسې چوپړ ته ملا تړلې ده.
کور مو ودان.
هیله ده چې د ټولو پښتنې ځواب شي.
په درنښت
سلامونه سلیمی صاحب اوټولولیدونکواو اوریدونکو ته هیله ده جوړ اوروغ یاست مننه
ماخوداپاڼه اوس ولیدل او اکونټ می پکښی جوړ کړ ددغه پاڼی په اړه معلومات راکړی مننه اوڅنګه کولایشم دفامل سره جرمنی ته لاړ شم
ډېره مننه هیله ده چې تاسو به هم ښه یاست!
ټوګېدر این جرمني یو ټولنیز پلټفارم دی، چې دلته په جرمني کې د ژوند، زده کړو، استوګنې او دېته ورته هر ډول پوښتنو ته مو پکې ځواب موندلی شئ. جرمني ته د راتګ په اړه زموږ په بله ویبپاڼه یعنې هنډبوک جرمني کې هر ډول مالومات موږ خپاره کړي دي زه یې دلته لېنک درته پرېږدم هیله ده چې مرسته به درسره وکړي.
https://handbookgermany.de/ps
که لا هم پوښتنه لرئ هیله ده چې راته یې ولیکئ.
په درنښت،
السلام علیکم وروره خدای دې وکي چې ښه وې.
زه تقریباً يو کیږي جرمني کې يم او تازه يو کلن قبول شوی يم زه د افغانستان پاسپورټ نلرم آيا دوی ماته د سفر لپاره کوم پاسپورټ راکوي او کا نه? او يا باید زه د افغانستان سفارت ته مراجع وکم د پاسپورټ لپاره?
او دوهمه پوښتنه مې دا ده چې ايا زه کولی شم زما وړوکی ورور چې ما ځان پسې ليکلي دي دلته جرمني ته را وغواړم? د جواب په هيله مو
سلام بشير سليمي صاحب ايا ما سره مرسته کولى شې
د کابل لوفتبروکی موسسي سره د ثبت شوؤ حال څه دي