تبدیلی دیوه ایالت څخه وبل ایالت

hamayoonpopal802 • 4 سپتمبر 2023
1 comment
0 لایکونه

سلاموعلیکوم الله دی وکی چی صحت مند واوسی

زه په Niedersachsen ایالت کی ژوند کوم،زه غواړم چی Essen ایالت ته ځان تبدیل کړم او هلته ژوند وکړم . ما تراوسه انټروی نه ده ورکړی نه تراوسه قبولی لرم

  1. ایا زه کولاي شم چی ځان تبدیل کړم ؟
  2. که مو په دی اړه معلومات راته راکړل.

مننه

 همایون پوپل

Kategorie
نور

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.‌

دا چې تر اوسه پورې مو انټریو نه ورکړې نو تبدلي به یوه څه سخته وي. هیله ده چې دغلته پاتې شئ، کله مو چې د انټریو او قبولۍ کارونه پای ته ورسېږي بیا هم یوازې په لاندې وختونو کې تبدلي وکړئ. ځکه له یوه ایالت څخه بل ته تبدلي په لومړیو کلونو اسانه نه وي.‌

۱. باید په هغه ایالت یا ښار کې کار پیدا کړئ.‌
۲. باید هلته پوهنتون یا هم اوسبلډونګ پیل کړئ.‌
۳. هلته مو نږدې د کورنۍ غړي باید ژوند وکړي.‌

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌
په درنښت

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.