Studentin

open12 • 14 دسمبر 2023
1 comment
0 لایکونه

سلامونه خدای تعالی دې وکړی چی خه به یی، زه غواړم په المان د نرس په حیث اوسبلډونګ وکړم نو دوی ماته وایی چی ته باید ستا د مکتب د فراغت سند راوړی دا چی زه دلته راوړم نو دا باید په المانی ژبه ترجمه کړم او تایید یی کړم د وزارت نه خو چی تایید کوم یی باید ترجمه او اصلی داوړه تایید شی کنه یوازی کوم یو؟ او بله پوښتنه می داده چی یو کلن اسناد یا ډیپورټ بندیز اسناد یی راکړی ایا راتلونکی زموږ د لیږلو کوم خطر شته وطن؟ او دریم پوښتنه می داده چی کوم ځای کی زه اوسبلډونک کوم نو زه هلته کور نیولی شم ماته یی وویلی چی نه یی شی نیولی نو ددی لپاره څه حل لاره ده؟ مننه

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.

د مکتب اصلي سند مو باید له د افغلنستان له وزارت خارجې څخه تایید کړئ، که چېرې دوی بیا د دې سند د جرمني ژبې ترجمه درنه غواړي نو اړتیا نشته چې ترجمه یې بیا په وزارت خارجه باندې تایید کړئ. یوازې اصلي چې تایید وي بسنه کوي.

او ستاسو د دویمې پوښتنې په ځواب کې باید ووایم، چې اوس مهال اکثرو افغانانو ته همدا په ډیپورټ باندې بندیز سند ورکول کېږي که دلته ژبه زده کړئ، یا نورې زدکړې وکړئ یا هم کار وکړئ هېڅ کله له جرمني څخه نه ډیپورټ کېږئ.

او ستاسې د درېیمې پوښتنې په ځواب کې باید ووایم هر ځای چې اوسبیلډونګ کولی هلته تاسو په قانوني توګه حق لرئ چې کور ونیسئ.

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.

په درنښت

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.