شخصي کاروبار

Nasiri • 23 جنوري 2024
3 comments
0 لایکونه

سلام

ښاغلي هيله لرم چي د صحت جامی مو په تن وې

زه غواړم چې شخصي کار شروع کړم نو اول باید کوم اسناد يا پروسې ته ضرورت دي چي ويي کړم.

ځوابونه (3)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې درته ښه راغلاست وایم.‌

د شخصي کار د پیل لپاره باید تاسو لومړی د شخصي کاروبار اجازه د خپل ښار له اوسلنبهورډې څخه واخلئ. ځکه د عادي کار اجازه او د شخصي کار اجازه توپیر لري، کله چې هغوی اجازه درکړي بیا نو کولی شئ‌ په شخصي توګه کار وکړئ.

که په دې اړه نورو مالوماتو ته اړتیا لرئ یا په دې اړه لا هم پوښتنه لرئ هیله ده چې همدلته یې راته ولیکئ.

په درنښت،‌

په معمول ډول ټول قبول شوي‌ کسان د آزاد کار په ګډون د هر کار اجازه لري. د دې اجازې په اړه د دوی په اوسوايس کې (Erwerbstätigkeit gestattet) يا (selbstständige Tätigkeit gestattet) ليکل شوي وي. هغه کسان چې د پنا حق، د کډوالو خونديتوب او يا فرعي خونديتوب يې ترلاسه کړی وي؛ د اوسوايس يا پېژندنې د کارت تر څنګ يوه بله شنه پاڼه هم ترلاسه کوي او ډېر وخت د کار د اجازې په اړه دا مالومات هلته ليکل شوي وي. که د استوګنې د اجازې تر څنګ د آزاد کار اجازه ونه لرئ؛ کولای شئ تر ځانګړو شرطونو لاندې د بهرنيانو چارو له ادارې (Ausländerbehörde) څخه د استوګنې قانون د شپږمې برخې او ۲۱مې مادې له مخې د کار د اجازې غوښتنه وکړئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (جرمني ته مهاجرت) کې هم لوستلای شئ.

يادونه: که څوک ډولډونګ ولري او يا يې د پنا غوښتنې قضیه روانه وي؛ نه شي کولای د آزاد کار اجازه ترلاسه کړي.
د شخصي کاروبار لپاره چېرته بايد ځان ثبت کړم؟
د سوداګرۍ او صنایعو خونه (Industrie- und Handelskammer (IHK) bzw. Handwerkskammer (HWK))

په ځينو څانګو کې له ځانګړو زده‌کړو يا اوسبیلډونګ ترسره کولو پرته شخصي يا خپلواک کاروبار پیلولای شئ. د بېلګې په ډول که څوک غواړئ د کرايي موټرو کاروبار پیل کړئ؛ له مسلکي زده‌کړو پرته کولای شي. په ډېرو نورو څانګو کې بيا د کاروبارو پیلولو لپاره ځانګړو سندونو ته اړتيا ده. له دې ډلې د بېلګې په ډول رستوارنت چلوونکي چې د رستورانت درلودلو امتياز (Gaststättenkonzession)، د کېترېنګ يا خوړو رسولو شرکتونه چې له ميکروبي کېدلو د خونديتوب تر قانونو لاندې لارښود او يا ټکسي چلوونکي چې د مسافرو لېږدلو جواز ته اړتيا لري؛ يادونه کولای شو. د لاسي کارونو ترسره کوونکي (لکه بنا، ډوډی پخوونکی، قصاب، مستري، سلمان او نجار) په عمومي ډول د کار پیلولو ل‍پاره يوه تخصصي سند ته اړتيا لري. دا چې تاسې هم د کاروبار پیلولو لپاره جواز يا سندونو ته اړتيا لرئ که نه، په خپله سيمه کې د سوداګرۍ او صنايعو له خونې (IHK) يا د سوداګرۍ له ادارې (Gewerbeamt) پوښتنه کولای شئ. که غواړئ د لاسي صنايعو کومه څانګه پرانيزئ؛ بايد په خپله سيمه کې د لاسي صنايعو د خونې (Handwerkskammer) له يوې څانګې سره په اړيکه کې شئ. دا اداره به وګوري چې تاسې اړين سندونه لرئ که نه. پر (anerkennung-in-deutschland.de) وېبسایټ کتلای شئ چې په خپل وطن کې ترلاسه شوي سندونه مو په جرمني کې د کارولو وړ دي او که نه.

د سوداګرۍ اداره (Gewerbamt)

د سوداګرۍ يا کاروبار پیلولو لپاره بايد خپل شرکت يا کاروباري څانګه په سوداګرۍ اداره کې ثبت کړئ. دا چې کومه اداره ستاسې مسؤوله ده؛ کولای شئ پر (Behördenwegweiser) وېبسایټ يې وګورئ. هلته په چپ لوري کې (Gewerbamt) وليکئ او په ښۍ خوا کې د خپلې سيمې پوستي کوډ وليکئ. هلته يو وخت يا ترمين واخلئ او له ځان سره لاندې سندونه يوسئ:

- پاسپورت، اوسوایس او د هغه سند چې ښيي تاسې د خپلواک کار (Selbständiger) اجازه لرئ.

- که اړتيا وي؛ د بهرنيانو چارو له ادارې څخه د کار ځانګړې اجازه.

- د سوداګرۍ د مرکز ثبت (Gewerbezentralregister) يا (Führungszeugnis) په نوم سندونه.

- که څوک د لاسي صنعت ماهر وي؛ د دې مهارت سند (Handwerkskarte).

دا به غوره وي چې د خپلې سیمې د سوداګرۍ ادارې پر وېبسایټ د اړينو سندونو په اړه ځان مخکې له مخکې وپوهوئ. په دې اداره کې د تجارت ثبتولو لپاره ۵۰ يورو غوښتنل کيږي. د لګښتونو او ثبت په اړه نور جزئيات د دې ادارې پر وېبسایت موندلای شئ.

له ثبت وروسته د سوداګرۍ يا تجارت اداره د ماليې ادارې، د صنايعو اتحاديې (Berufsgenossenschaft) او که اړتيا وي د سيمې محکمې په شان ټولو مسؤولو ادارو ته ستاسې د تجارت په اړه خبر ورکوي. دا دارې به ورسته ستاسې سره د ليک له لارې اړيکه ونيسي او د ځينو فورمو د ډکولو او ځينې سندونو ورکولو غوښتنه به وکړي. البته که نه غواړئ منتظر شئ؛ د سوداګرۍ په اداره کې له ثبت وروسته په خپله دې ادارو ته ورشئ او يا د ليک په وسيله خبر ورکړئ.

د ماليې اداره (Finanzamt)

د ماليې اداره به تاسې ته د ماليې ټولولو پوښتنليک (Fragebogen zur steuerlichen Erfassung) وليږي. دا پوښتنليک بايد په غور او دقيق ډول ډک کړئ او بېرته يې دوی ته ولېږئ. د دې پوښتنليک د ډکولو پر مهال کولای شئ د کوچنيو کاروبارونو چوکاټ (Kleinunternehmerregelung) غوره کړئ او د حسابدارۍ يو موډل خوښ کړئ. پر دې مهال د ماليې له يوه مشاور څخه هم مرسته غوښتلای شئ. البته دا مشوره به لګښت ولري. د دې تر څنګ پر (www.fuer-gruender.de) هم د ډکولو لپاره انلاين مرسته ترلاسه کولای شئ. پر (steuerberater.de) وېبسایټ په خپله سيمه کې د ماليې يو مشاور موندلای شئ.

دا پوښتنليک د ماليې له ادارې څخه په خپله اخستلای شئ. له ډکولو وروسته يې کولای شئ د ماليې ادارې ته يې د پوسټ له لارې ولېږئ. په دې ډول ډېر وخت سپمولای شئ. د خپلې سيمې د ماليې ادره پر (Behördenwegweiser) وېبسایټ موندلای شئ. هلته په چپ لوري کې (Gewerbamt) وليکئ او په ښۍ خوا کې د خپلې سوداګرۍ د سيمې پوستي کوډ وليکئ. د پوښتنليک له ډکولو او لېږلو وروسته د ماليې ادارې تاسې ته د ماليې يوه ځانګړې شمېره (Steuernummer) درکوي.

د پوښتنليک ډکولو لپاره د ماليې د پېژند نومرې (Steueridentifikationsnummer (IdNr.)) ته هم اړتيا ده. دا نومره هر چا ته په جرمني کې له لومړي ځل ثبتېدلو وروسته راځي او د ټول ژوند لپاره معتبره ده. همدا شان هغه ماشومان چې په جرمني کې نړۍ ته راځي؛ په اتومات ډول دا نومره ترلاسه کوي. که خپله نومره مو ورکه کړې وي؛ کولای شئ د ماليو له فدرالي مرکزې ادارې څخه يې د بيا ترلاسه کولو غوښتنه وکړئ. البته دا غوښتنه په انلاين ډول هم کولای شئ.

د تجارت د ثبت اداره (Handelsregisterbuch)

که څوک يو سوداګريز کاروبار پیلوي؛ بايد خپل دا کار د سوداګرۍ پر ادارې سربېره د تجارت د ثبت په اداره کې هم ثبت کړي. د دې کار لپاره تاسې د يوه نوتار مرستې ته اړتيا لرئ. په خپل شاوخوا کې د يوه نوتار موندلو لپاره د (notar.de) وېبسایټ ته ورشئ.

د سوداګرۍ او صنايعو خونه (Industrie- und Handelskammer (IHK)) يا د لاسي صنايعو خونه (Handwerkskammer (HWK)) کې جبري ثبت

د کاروبار يا تجارت پیلوونکي بايد ځانونه په پورته يادو شوو خونو کې هم ثبت کړي. په دې ادارو کې ستاسې د غړيتوب فيس، په کال کې ستاسې د پانګې له دوران سره اړه لري. په خپله سيمه کې د سوداګرۍ او صنايعو خونې دفتر د همدې ادراې پر وېبسایټ موندلای شئ. د لاسي صنايعو خونې د يوې څانګې موندلو لپاره د همدې خونې وېبسایټ (handwerkskammer.de) ته ورشئ.

يادونه: په ياد مو وي چې د ټولو اداري کارونو لپاره ښه ډېر وخت په پام کې ونيسئ. دا ځکه چې په جرمني کې اداري کارونه ډېر وخت نيسي او د اداري کارونو په جزئياتو له پوهېدلو پرته مو چارې له خنډ سره مخ کيږي. همدا شان ښه ده چې ښه وختي له مشورتي ادارو سره وګورئ او مرسته ترې وغواړئ.

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.