قبولی

Sayed Ahmad Zia • 15 اپریل 2024
1 comment
0 لایکونه

سلامونه او نیکې هیلې

  • زه د هسپانیې قبولی لرم او د ځینی ستونزو له کبله  مجبور شوم چی جرمنی ته راشم او د پناه غوښتنه وکړم ، البته زه تنها نه یم له ما سره می میرمن او یو ٣ کلن زوی هم دی او موږ ټول د هسبانیی قبولی لرو  میرمن مې حامله  ده او فعلا موږ د مرکې لپاره منتظر یو. آیا د نوي ماشوم زیږیدنه په جرمنی کی به زموږ د قبولی چانس زیات کړی یا به زموږ سره مرسته وکړی او کنه؟ که چیری ځواب هو دی په څه ډول؟ مننه ت 

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې درته ښه راغلاست وایم!

دا چې د هسپانیه د کډوالو لپاره یو امن هېواد دی، که چېرې مو هلته د ګوتو نښې ثبت شوې وي ښایي دلته دوبلین شئ چې ممکن بېرته مو هماغه هېواد ته ولېږي. خو که چېرې دوبلین نه شئ او هلته په هسپانیه کې مو د ګوتو نښې نه وي ثبت شوې بیا ممکن دلته هم قبولي تر لاسه کړئ ځکه چې کوچنی ماشوم هم لرئ او مېرمن مو هم ناروغه ده. دا خبره سل په سلو کې څوک نه شي کولی چې حتمن به ستاسو د کوچني ماشوم له امله تاسو ته دلته قبولي درکوي، خو په ځینو استثنایي مواردو کې دا کار ممکن دی، خو هغه هم اکثره هغو هېوادنو لپاره ممکن دی، چې هلته د کډوالو لپاره امن نه وي،‌ خو بیا هم سل په سلو کې دا نه شو ویل چې تاسو به رد کېږي او بېرته به هسپانیې ته ډیپورټ کېږئ یا به هم حتمن دلته پاتې کېږئ. خو که هڅه وکړئ، چې د انټریو پر وخت قانع کوونکي ځوابوونکی ورکړئ او ورته ووایئ چې مېرمن مو ناروغه ده، د سفر کولو توانایي نه لري نو ممکن دوبلین مو ختم شي او وروسته په جرمني کې د قبلېدو او پاتې کېدو چانس تر لاسه کړئ.

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ، هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.

په درنښت،‌

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.