په جرمنی کی ژوند

m.iqbaljalalzai2 • 13 جنوري 2024
2 comments
0 لایکونه

سلام شبیر جانه پدی هیله چی روع او جور اوسی

زه دری پوشتنی لرم هیله ده جواب یی راکری

1 = د د انلاین تجارت په اره

زه غوارم انلاین تجارت وکرم نو ایا انلاین تجارت هم کوم تکس لری چی باید یی د جرمنی دولت ته تحویل کرم او په انلاین تجارت کی معمولا له بانکی کارتونو استفاده کیژی که زه له شپارکاس بانک کارت سخه استفاده وکرم نو ایا د کومی پوشتنی لاندی رازم یا نه.

 

2 = د قبولی د پریکری په اره اعتراض

زه یو کلنه قبولی لرم په 15 د 12 میاشتی او 2023 کال کی اخیستی نو ایا اوس هم حق لرم تر سو ددی پریکری په اروند اعتراض وکرم .

 

3 = د قبولی په اره 

که چیری بیا زما غوشتنه رد شی او زه په خپل حالت یعنی یو کلنه قبولی پاتی شم نو که کچیری کار وکر او دولت ته مالیه ورکرم نو بیا د جرمنی دولت ماته دری اسناد راکوی یا دوه کلن . که یو سوک وغواری دری کلن اسناد زر تر زره واخلی پدی حال کی چی یو کلنه قبولی نو باید کوم کارونه وکر ی.

ستاسی د جواب په هیله شبیر جانه

Kategorie
نور

ځوابونه (2)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.

د انلاین کار لپاره تاسو اړ یاست، چې د خپل ښار فانیس امت او جاب سنټر خبر کړئ چې دا کار کړم. وروسته له هغه باید ټکس یا مالیه ورکړئ یعنې د انلاین کاروبار لپاره هم مالیه شته.

ستاسو د دویمې پوښتنې په ځواب کې باید ووایم، د پریکړې په اړه خو کولی شئ اعتراض وکړئ او خپل کیس محکمې ته راجعې کړئ که نه پوهېږئ چې څه ډول دا پروسه تر سره کړئ په خپل ښار کې مشورتي مرکز ته ورشئ هغوی په دې برخه کې درسره مرسته کوي که یې پته نه وي درته مالومه کولئ شئ دلته مو ماته د خپل ښار نوم ولیکئ زه به یې ستاسو په ښار یا هم ستاسو ښار ته په نږدې سیمو کې درته پیدا کړم او مالومات به یې له تاسو سره شریک کړم. که ژبه زده کړئ او کار وکړئ یا هم درس ووایئ ډېر ښه فرصتونه شته، کولی شئ د کار کولو اقامه یا هم د استوګنې اجازه تر لاسه کړئ. څومره چې ښه په ټولنه کې مدغم شئ هغومره ډېر کولی شئ په اسانۍ اسناد تر لاسه کړئ. بیا یې هم باید یادونه وکړم،‌ چې باید ژبه زده کړئ او کار وکړئ دا هغه څه دي چې تر ټولو دلته په جرمني کې مهم دي.‌

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ،‌ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.

په درنښت

m.iqbaljalalzai2

یو زل بیا سلام تاسی ته

زه د جرومنی هیواد په هامبورگ ایالت کی ژوند کوم نو که مرکزونه راته وخایاست مهربانی به مو وی مننه

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.