په جرمنی کی ژوند

open12 • 15 اکتوبر 2023
1 comment
0 لایکونه

سلامونه، خدای دې وکړی چی روغ او جوړ به یی، زه یوه پوښتنه لرم ، موږ په انتیکراڅیون کورس کی بی ۱ ختم کړو نو اوس به د قانون درس وایو، ايا موږ په پښتو ژبه کی داسی کتاب لرو چی د المان قانون یا په المان کی ژوند پکی تشریح شوی وی.

B1 

Leben in Deutschland. 

Kategorie
نور

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.‌

دا ډېر ښه خبر دی، چې انتګراڅیون کورس مو ختم کړئ دی، لومړی خو زما وړاندییز دا دی چې که ځینې ابتدایي کتابونه په خپله په الماني ژبه ووایئ‌ ډېره زیاته مرسته به د ژبې په لا ښه زده کړه کې درسره وکړي. خو که د دې تر څنګ غواړئ حتمن په پښتو ژبه باندې کتابونه ولولئ ځینې کتابونه شي زه یې درته یوازې نومونه لیکلئ شم او تاسو یې په امازون کې اخیستلی شئ. چې یو یې تازه تازه چاپ شوی هم دی.‌

لومړی کتاب: د جرمني ژبې اسانه زده
لیکوال: ډاکټر اکرام ملکزی

دویم کتاب: اسانه جرمني پښتو تلفظ سره
لیکوال: خان اغا نوري

که له لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ، هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌
په درنښت

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.