سلام، خدايی دی وکړي چي وخت به مو په خير وي!
ما خپلي زده کړي تر ليسانس تر کچي کړي دی اوس غواړم چي خپل د مکتب او ليسانس اسنادونه په جرمني کي رسمي کړم خو نه پوهيږم چي څرنګه يی پيل او په جرمني کي اسنادونه رسمي کړم تر سو په راتلوونکي کي هوسايی راته جوړه کړي.
مننه
ډیره مننه د جواب څخه مو!
زه جاب سنټر سره نه يم. اوس مهال په افغانستان کي يی يم ،غواړم اسنادونه مي رسمي کړم، نو په نور پروسه يی نه پوهيږم که چيري تکليف نه يی که مو راته وښوودل دا به ستاسو ډیره مهرباني وي.
بيا هم ډیره مننه د ځواب څخه مو.
سلامونه هیله ده چې ښه به یاست!
که په افغانستان کې یاست زه لاندې یو لینک درته پرېږدم له هغوی سره په تماس کې شئ هغوی دا پروسه له جرمني څځه بهر پر مخ وړي.
https://www.kmk.org/zab/central-office-for-foreign-education.html
که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.
په درنښت