سلام علیکم
خدا ج د وکړی چی ښه وخت ولری
محترما زما راتلونکی اګیست میاشت کی د جرمنی په سفارت اسلام اباد کی آپونتمنت دی ؛ مګر زما په پاسپورت کی وخت کم پاتی اکتوبر میاشت کی وخت یی پوره کیژی او د نوی پاسپورت اخستل هم دیر وخت نیسی نخ نه پوهیژم څه وکړم.
ستاسی همکاری او نظریاتو ته ضرورت لرم
سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې درته ښه راغلاست وایم.
دا چې په راتلونکې اګیست میاشت کې مو اپانټمنټ نو تاسو کولی شئ په همدې پاسپورت باندې د جرمني سفارت ته ولاړ شئ چې چې اپانټمنټ درنه تېر نه شي. همدارنګه په هر ځای کې چې د افغانستان سفارتونه دي هغوی په سفارتونو کې د افغان وګړیو پاسپورټونه تمدیدوي تاسو هم له اپایټمنټ وروسته یا مخکې کولی شئ خپل پاسپورت د افغانستان سفارت ته په اسلام آباد کې وروړئ هغوی په دې برخه کې درسره مرسته کولی شئ.
که لا هم پوښتنه لرئ، هیله ده چې دلته یې موږ ته ولیکئ.
په درنښت
مونږ اوریدلی دی چی ځینی مملکتونه په تمدید شوی پاسپورتونو باندی ویزه نه ورکوی.