سلامونه لوی اختر مو بختور شه
سوال: زه د اټالیه هیواد نه راغلی یم ما او زما فامیل د اټالیه اسناد دلته (جرمنی) کی بدل کړل . مونږ ته یی
38a Aufenthaltstitel
راکرړی یعنی اربیټ یا ر کار .
زما پوښتنه داده زما لور دلته پیدا شوه چه زما لور ته یی هم 2 کلن اوسویس ورکړ نو زما لور به کله جرمن پاسپورت اخیستلی شی. ?
مننه
سلامونه ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته ښه راغلاست درته وایم.
په جرمني کې زېږېدلو ماشومانو ته هغه وخت د جرمني تابعيت ورکول کيږي چې له والدينو يې لږ تر لږه يو په همدې وخت کې د جرمني تابعيت ولري او يا له اتو کالو راهيسې په جرمني کې په قانوني ډول (rechtmäßig) اوسيږي او د استوګنې دايمي اجازه لري. د قانوني اوسېدو مانا دا ده چې اړوند کس بايد په ټوله ياده شوې موده کې د استوګنې اجازه درلودلې وي. په دې اتو کالونو کې د پنا غوښتنې د پروسې موده هم حسابيږي خو په دې شرط چې د پروسې په پای کې قبولي يا د استوګنې اجازه ترلاسه شي. دا چې تاسو له ایټالیې څخه راغلي یاست نو دلته مو اته کاله هم نه دي پوره شوي او د استوګنې دایمي اجازه هم نه لرئ نو دا پروسه وخت نیسي چې بیا ستاسو لور ته د جرمني تابعیت ورکړل شي.
که لا هم پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.
په درنښت،