sharafatullahdk • 3 نوومبر 2023 1 comment 0 لایکونه په مينی جاب کي څومره ټکس اخيستل کيږي Dislike 0 0 لایکونه Kategorie مینيجاب
Moderation Shabir Salimi • 6 میاشتې مخکې سلامونه! د عايد له حد سره د ميني جاب دندې لپاره د يوځايي ماليې (pauschale Versteuerung) په نوم قانون پلی کيږي او د کار ورکوونکی مو له ناخالص معاش څخه هره مياشت دوه سلنه ماليه بېلوي او د ماليې ادارې ته يې ليږي. په دې ډول د نورو ماليو ورکولو اړتيا نشته. د مينيجاب ترسره کوونکي اړ نه دي چې د ټولنيزو خونديتوب ونډه (Sozialabgaben) ورکړي. په بله وينا، دوی د بېکارۍ او پرستارۍ د بيمو (Pflege- und Arbeitslosenversicherung) ورکولو مکلفيت نه لري. همدا شان دوی کولای شي ځان د تقاعد له بيمو خلاص کړي. د دې کار لپاره بايد له خپل کارورکوونکي سره د تقاعد له د بيمې له مکلفيت (Rentenversicherungspflicht) څخه د خلاصون تړون لاسليک کړي. که دا کار ونه شي؛ ستاسې د معاش يوه برخه به سيده د تقاعد بيمې ته ولاړه شي. که د تقاعد بيمه ته برخه ورکړئ؛ معاش مو ښايي يو څه لږ شي خو وروسته ستاسې د تقاعد په معاش کې ډېروالی راځي. Dislike 0 0 لایکونه چې پوسټ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ. Leave this field blank
سلامونه!
د عايد له حد سره د ميني جاب دندې لپاره د يوځايي ماليې (pauschale Versteuerung) په نوم قانون پلی کيږي او د کار ورکوونکی مو له ناخالص معاش څخه هره مياشت دوه سلنه ماليه بېلوي او د ماليې ادارې ته يې ليږي. په دې ډول د نورو ماليو ورکولو اړتيا نشته.
د مينيجاب ترسره کوونکي اړ نه دي چې د ټولنيزو خونديتوب ونډه (Sozialabgaben) ورکړي. په بله وينا، دوی د بېکارۍ او پرستارۍ د بيمو (Pflege- und Arbeitslosenversicherung) ورکولو مکلفيت نه لري. همدا شان دوی کولای شي ځان د تقاعد له بيمو خلاص کړي. د دې کار لپاره بايد له خپل کارورکوونکي سره د تقاعد له د بيمې له مکلفيت (Rentenversicherungspflicht) څخه د خلاصون تړون لاسليک کړي. که دا کار ونه شي؛ ستاسې د معاش يوه برخه به سيده د تقاعد بيمې ته ولاړه شي. که د تقاعد بيمه ته برخه ورکړئ؛ معاش مو ښايي يو څه لږ شي خو وروسته ستاسې د تقاعد په معاش کې ډېروالی راځي.