سلام وروره
زه چی اوس می نوی مکمل اته ساعته رسمی کار شروع کړی او په هایم کی ژوند کوم
څه وخت کولی شم چی ځان ته کور ونیسم؟
که چیری کور ونیسم او ژبه می ولوستله نو بیا غواړم چی اوسبیلدونګ ترسره کړم
پدی صورت کی چی ما کور نیولی وی او زه هم اوسبیلدونګ وایم ،ایا دولت له ما سره د کور د کرایی او یا هم د جاب سنټر پیسو مرسته کوی که نه؟
ستاسی له همکاری او خدمتونو مخکی له مخکی مننه
سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.
د جرمني د قانون له مخې هر وخت کور کرایه کولئ شئ په دې کې هېڅ ستونزه نشته او څوک ستاسو مخه نه نیسي چې باید کور ونه نیسئ. هر وخت کولئ شئ د کور پلټنه وکړئ او ځانته کرایي کور پیدا کړئ. که ژبه زده کړئ اوسبیلډونګ هم کولئ شئدا ستاسو قانوني حق دی. خو لومړی له هر څه مخکې باید ژبه زده کړئ. که چېرې اوسبیلډونګ پیل کړئ، هغوی تاسو ته دومره پیسې درکوي چې ورځنی ژوند مو مخکې په بوځئ او همدارنګه کولی شئ د خپل کور کرایه وکړئ. په اړه هېڅ ستونزه نشته. نه کله چې زده کړې پیل کړئ بیا تاسو د جاب سنټر څځه هېڅډول مرسته نه شئ تر لاسه کوئ ځکه جاب سنټر یوازې د بې دندو خلکو اداره ده چې یوازې په جرمني کې د هغو خلکو سره مرسته کوي چې دلته دنده ونه لري.
که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ، هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.
په درنښت