Mentorship program

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.‌

جرمني ته تازه راغلي ياست او يو دم هر څه بدل شوي دي؟ فکر کوئ چې خپله به خپل تګلوری ومومئ؟ د دې کار اړتيا نشته. په جرمني کې ډېرې مشورتي ادارې او بنسټونه له تاسې سره د سندونو چمتو کولو او يا قانوني ستونزو د حل په شان مسلو کې مرسته کوي. دا کار ښه دی خو د شخصي اړيکو او فردي مرستې ځای نه شي نيولای. غوره دا ده چې يو څوک د اوږده مهال لپاره له تاسې سره مل وي او د پوښتنو حلولو يا ترمينونو په شان د ورځينو اړتياوو پر مهال مو مرسته وکړي. له دې ډول کسانو سره هر وخت خبرې کولای او خالي وخت تېرولای شئ. دا ډول کسان تاسې ته د يوه ملګري او يا د کورنۍ د غړي په شان کيږي. پوښتنه دا ده چې دا ډول کسان څنګه موندلای شو؟ د دې کسانو موندلو لپاره يو غوره ځای د لارښوونې پروګرامونه (Mentoring-Programm) دي. دا پروګرامونه وړيا دي او خلک په رضاکارنه ډول کار ورسره کوي.

يادونه: که په جرمني کې مو زيات وخت تېر شوی وي، بيا هم کولی شئ د ملتيا له ګټو برخمن شئ. دا مهمه نه ده چې خپله مرسته غواړئ او که د جرمني د ژوند په اړه ترلاسه شوې پوهه له نورو سره شريکول غواړئ.

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې موږ ته ولیکئ او په لاندې لینک باندې لا ډېر مالومات په دې اړه موندلی شئ.

https://handbookgermany.de/ps/mentoring

په درنښت

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.