ماسټری ترلاسه کول

fazalrabi haqyar • 25 مارچ 2024
1 comment
0 لایکونه

السلام علیکم ... 

د جوړتیا په هیله. 

زه په افغانستان کی فعلاً اوسیږم، غواړم چی د ماسټري زده کړو په بهانه په جرمنی کی د کار زمینه برابره کړم او هلته د ماسټری تر لاسه کولو تر څنګ د اوسیدلو لپاره دایمی استوګني سند هم تر لاسه کړم، ستاسو په خیال کومه لار شته؟ 

او دوهمه پوښتنه داده. چی که غیر قانونی جرمنی ته درسو موږ به د کومو ننګوونو سره مخ یو؟ 

دریمه پوښتنه داده چی جرمنی ته در ورسیږو، ایا هلته به موږ ته موقتی ویزه تر څو وروځو پوری پیدا شی، او موږ به څنګه وکولای سو چی هلته کار پیدا کړو. 

څلورمه پوښتنه داده چی کومه لار غوره ده چی لیسانس سند لروونکی جرمنی ته د رسیدو لپاره هلی ځلی وکړي . 

مننه ، ستاسو د ځواب په هیله  

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني‌ ویبپاڼې ته درته راغلاست وایم.‌

که جرمني هېواد ته د ماسترۍ لپاره راشئ، دلته ماسټري وکړئ‌ هم کار کولی شئ‌، هم د استوګنې دایمي اجازه د وخت په تېرېدو سره اخیستی شي، خو د استوګنې دایمي اجازه ځانګړي شرایط لري چې هغه باید پوره کړئ.

ستاسو د دویمې پوښتنې په ځواب کې باید که په غیرقانوني‌ توګه جرمني‌ ته راشئ، دا ستاسو په شخصي‌ حالت پورې اړه لري،‌ یعنې هېڅ‌ څوک دا وړاندوینه نه شي کړئ چې تاسو به له ننګونو سره مخ یاست کنه یا به هم هېڅ ښایي‌ له ننګونو سره مخ نه شئ. دا هغه څه دي چې د هر انسان په شخصي‌ حالت او د ژوند په شرایطو او کېس پورې اړه لري.

د درېیمې پوښتنې په ځواب کې باید ووایم، چې جرمني‌ ته له راتګ وروسته باید دلته تاسو د پناه غوښتنه وکړئ‌، کله چې د پناغوښتنه وکړئ بیا تاسو ته په موقت ډول یوه د استوګنې اجازه درکول کېږي هغه هم د هر چا توپیر کوي، کوم ځآنګړی ډول یې نشته چې هر چا ته ورکړل شي، یعنې دا هم ستاسو په کېس پورې اړه لري.‌

د څلورمې پوښتنې په ځواب مو تر ټولو ښه ډول دا دی، چې په سکالرشېپونو پسې وګرځئ او امتحان ورکړئ او دلته زده کړو ته دوام ورکړئ. که په سکالرشېپونو نه شئ‌ راتللی بیا کېدلی شي په شخصي لګښت باندې جرمني‌ ته د زده کړو لپاره راشئ.‌

که په دې اړه لا هم پوښتنه لرئ، هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌

په درنښت،‌

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.