ماهر کارګر

shakirullahshinwari139 • 5 جون 2024
2 comments
0 لایکونه

سلامونه او نيکې هيلي!

ما ليسانس په کمپيوټر ساينس کې کړي او اوس مې جرمنی کې د يو شرکت نه د ماهر کارګر په صفت د کار قرارداد اخيستي او زما کار په جرمنی کې د کار رياست او د بهرنيو چارؤ د ادارې نه خلاص شوي دی نو زما پروسه نوره له کومې طريقي مخکی لاړه شی.

زه ستاسي د همکارۍ ډير منندوی يم

ځوابونه (2)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.‌

که په جرمني کې د کار قرارداد ولرئ‌ او همدارنګه ستاسو د زده کړو سندونه د هغه شرکت له خوا په رسمیت پیژندل شوي وي بیا نو کولی په ایران او یا هم پاکستان کې د جرمني هېواد د ویزې غوښتنه وکړئ او که ممکنه وي په دې برخه کې دا یاد شرکت هم چې تاسو ته یې د کار قرارداد در کړئ دی مرسته کولی شي. اوس نو باید لومړی په پاکستان یا هم ایران کې اپانټمنټ واخلئ‌ او بیا مو دلته د راتګ پروسه پر مخ یوسئ. 

 

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ‌ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌

په درنښت

shakirullahshinwari139

محترم سليمي صيب

زما د کار قرارداد هلته له ټولو ادارو خلاص شوي هلته ما د بهرنیو چارو په اداره کې څلور سوه يوولس يورو هم تحويل کړي اوس مهال زه ټول اسناد په لاس لرم اډوانس افروفوال او د پاکستان هيواد ويزه هم لرم تاسي ما سره د ترمين په اخيستلو کې مرسته کولې شئ که يې وکړئ ډير لطف به موي

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.