له کورنی سره یو ځای کیدل

alkozaihujatullah • 22 جنوري 2024
1 comment
1 خوښول

سلام علیکم ما څو میاستی مخکی د کورنی د یو ځای کیدو لپاره په تذکره د المان سفارت چی پاکستان کی ده ترمیم ته غوښتنه وکړه چی هغه وخت می ښځی د افغانستان پاسپورت نه درلوده تر اوسه تری خبر نه لرم او نه یی نوبت راکړی اوس چی می ښځی پاسپورت اخیستی ایا بیا ځلی د ترمیم غوښتنه وکړم ؟ او څه مشکل خو به نه جوړیږی راته مننه 

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.‌

که چېرې مو په تذکره د خپلې مېرمنې لپاره د پاکستان په سفارت کې په تذکره باندې نوبت نیولی وي او تاسو ته یې د ایمیل لارې تایید کړې وي چې ستاسو غوښتنه موږ ته راورسېده بیا نو اړتیا نشته چې بیا ځلي د پاسپورټ په واسطه باندې نوبت واخلې، خو یو څه چې باید په یاد ولرئ کله چې نوبت درکړل شي باید هماغه تذکره ورسره وي تر څو سفارت یې هویت تثبیت کړي.

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ‌ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌

په درنښت،‌

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.