له کورنی غړی

saleemhamdrad83 • 18 اپریل 2024
2 comments
0 لایکونه

سلام علیکم مخترم تاسو ښه یاست 

زما ۸ میاشتی کیګم چی یو کلن اسناد می اخستلی دی له تمدید کولو لپاره می ورته درخواست هم کړی او اوس په دولتی کور کی اوسيږم او پول ساید کار هم کړم زما یو رور دی چی مخکی یی په رسنیو کی کار کوو د نشراتو مدیر وو اوس پاکستان کی ژوند کوی افعانستان  ته نشی کولی راشی له خطر سره مخ دی نو زه کولی شم چی دغه رور دلته راوغواړم له کوم ځاینه شروغ وکړم ایه ماسره دولت کومه خمکاری کولی شی یا نه ستاسو د جواب په هیله منننه 

ځوابونه (2)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر اېن جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.‌

د جرمني د کورنۍ د قانون له مخې یوازې ستاسو کوچني ماشومان چې عمرونه یې له اتلسو کلونو کم وي او یوازې ستاسو مېرمن ستاسو د کورنۍ په غړیو کې حسابېږي. متاسفانه ورور، خور، مور او‌ پلار ستاسو د کورنۍ غړي نه حسابېږي که چېرې مو عمر له اتلسو کلونو څخه ډېر وي. نو په دې برخه کې متاسفانه دولت هېڅ مرسته نه شي کولی او تاسو مو هم ورور متاسفانه نه شئ راغوښتلی خو که دا راته ووایئ چې کوم ایالت کې ژوند کوئ ځینې ایالتونه ځینې خاص پروګرامونه د کورنۍ د غړیو د راوستلو لپاره لري، زه یې کولی شم په اړه مالومات دلته درکړم.

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ، هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.

په درنښت،

saleemhamdrad83

مننه ستاسو له معلوماتو راکولو نه زه په هامبورګ ښار کی ژوند کومه نوره کومه بله لاره لری یا نه له معلوماتو نه مو نړی منننه او بله دا خبره زما رور چی په کومی رسنی کی د نشراتو معصول وو د هعی رسنی مدیر هم په هامبورګ کی له ډیر وخت نه ژوند کوی او یا جرمنی داسی کوم بل پروګرام لری چی خبریالان یا د رسنیو کار کونکی ته چی خطر سره مخ وی ده جرمنی ته د راټګ زمینه براره کړی

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.