Leben in Deutschland

open12 • 13 جون 2024
1 comment
0 لایکونه

سلامونه خداي دې وکړي چي روغ او جوړ به ياست، زه يو څه وخت مخکي ناروغ وم بيا چي روغتون ته لاړم يو ډاکتر وه عرب وه بيا هغه ويل چي ته اپنډکس يي بيا يي ماته عمليات وکړ، مګر بيا هم ما ډير درد لرلو بيا زه کورني ډاکتر ته لاړم هغه الټراساونډ وکړ ويل يي چي ته مشکل لري بايد روغتون ته لاړ شئ چي لاړم بيا لاړم بيا هماغه عرب ډاکتر وويل چي ته روغ يي مشکل نلري خو بيا لاړم کور بيا د شپي درد سره مخ شوم چي د زغم بيا مي امبولانس ته زنګ وهلي بيا هغوي ويل روغتون ته ځو چي لاړو بيا هماغه عرب ډاکتر وه يو خو دوه ساعتونو کي راتلو بيا چي راغلو ويل چي ته بايد دلته پاتي موږ سهار کي سټي سکن کوو بيا يي چي وکړو ويل چي ته داخل کي تيږې لري او او تشي کي دې اوبه دي موږ دې بل ښار ته انتقالوو دلته دا ډاکتر نلرو بيا لاړم هغه راته بل عمليات وکړي چي اوبه راوباسي بيا به بل ځل تيږه وباسي خو خبره داده چي دې ډاکتر ماته بغير له کومه ضرورته عمليات وکړ زه اوس څه وکړم ددي ډاکتر پر وړاندي ځکه ما مخکي هم پوښتنه وکړه کيداي زما کار او زه يي هم خطر سره مخ کړي وم 

Kategorie
نور

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني‌ ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!

 

که چېرې دا ثابتولی شئ، چې تاسو ته یې بې له کومه ضرورته عملیات کړئ دی، نو کېدلی شئ پدې اړه وکیل ونیسئ هغوی به له تاسو سره مرسته وکړي. خو زما مشوره دا ده، چې که چېرې تاسو عملیات ته ضرورت نه درلود نه ممکن هغوی د عملیات درته وړاندییز نه و کړئ.‌ خو که بیا هم غواړئ په هغه باندې اعتراض وکړئ‌ نو باید په دې اړه له وکیل سره مشوره وکړئ او وکیل ونیسئ. 

که غواړئ چې وکیل ونیسئ نو په لاندې لینک باندې وکیل موندلی شئ.‌

https://anwaltauskunft.de/anwaltssuche#ls-extended

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ،‌ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ‌ خوشحاله به شم چې مرسته درسره وکړم.‌

په درنښت، 

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.