Leben in Deutschland

open12 • 13 جون 2024
1 comment
0 لایکونه

سلامونه خداي تعالي دې وکړي چي روغ او جوړ به ياست، زه يوه پوښتنه لرم مهرباني وکړي جواب راکړي، ما يو څه وخت مخکي کار شروع کړو يوازي دري ورځي مي کار وکړئ بيا ناروغ شوم د اپنډکس عمليات مي وکړو بيا ډاکتر راته وويل کي بايد ددي مياشتي تر آخره په کور کي پاتي شي بيا ما د کار مالک ته دا ورقه وليږه بيا هغه وويل سمه ده خو بيا ماته زما سوسيال وويل چي دا کيداي شي تا له کار ګوښه کړي ځکه تا يوازي دري ورځي کار کړي بيا مريض شوي نو زه اوس نه پوهيږم چي دا به ما له کار ليري کړي؟ يا نه خو دا مریضي په سړي ناڅاپي راځي څه نشي کولاي د ناروغي په وړاندې ، نو زما د کار مالک به ما  له کار وباسي يا نه؟ که څه ووايي بايد څه وکړم؟

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویب پاڼې درته ښه راغلاست وایم!

ستاسو د کار مالک د دې حق لري چې تاسو ته ځواب درکړي خو که چېرې مو له ډاکټر څخه خط وروړئ وي بیا نو ستونزه نشته اما په هغه خط کې هم باید مالومه وي چې تر څومره وخت پورې تاسو ناروغه یاست. خو که چېرې له  هغه څخه ډېر وخت ناروغه شئ بیا مو ښایي له کاره وباسي ځکه هغوی هم ممکن عاجل کارکوونکي ته اړتیا ولري. له کومې ورځې مو چې له کاره وباسي له هماغې ورځې څخه وروسته به بیا درته سوسیال بېرته پیسې درکړي.‌

 

که په دې اړه لا هم پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌

په درنښت

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.