سلامونه خداي دې وکړي چې روغ او جوړ به يي٫ زه غواړم دلته المان کي اوسبلډونک وکړم نو له ما څخه د مکتب شهادت نامه غواړي نو زه بايد هغه هلته ترجمه کړم بيا يي راوغواړم کنه دلته يي دوي ترجمه کوي څه بايد وکړم؟ د وزارت نه مي تاييد کړي

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.
د اوسبیلډونګ د شروع لپاره دا واضح ده، چې له تاسو څخه به د ښوونځي شهادت نامه غواړي خو که غواړئ هغه ترجمه کړئ تاسو باید دلته هغه په یوه رسمي ترجمان باندې ترجمه کړئ که یې هلته ترجمه کړئ بیا ګټه نه کوي. په دې برخه کې جاب سنټر هم درسره مرسته کولی شي. که له جاب سنټر سره راجسټر یاست له هغوی وغواړئ چې تاسو ته د شهادت نامې د ترجمې لپاره پیسې درکړي تر څو هغه تاسو په ترجمه کړئ.
د بهرنیو اسنادو د رسمي کولو په اړه بشپړ مالومات زموږ د هنډبوک جرمني پر ویبپاڼه باندې لوستلی شئ.
https://handbookgermany.de/ps/recognition
که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.
په درنښت