سلامونه خدای تعالی دې وکړی چی روغ او جوړ به یی! زه یوه پوښتنه لرم دا نوی قوانین چی جرمنی کی رامنځته کیږی په نوی دا د ټولو مهاجرینو لپاره که څوک چی نوی راځی؟ که د ټولو لپاره وی زه تقریبا المان یو کال مخکی راغلی یم خو تراوسه اسناد نلرم او د انتیکراڅیون کورس می خلاص کړو څو ورځی مخکی می سند هم ترلاسه کړو پخیر، نو که زموږ لپاره هم وی، زه چی کوم د بانک اکونټ لرم دا د شپارکس سره دی او پدی باندی می ځینی قراردانو کړی لکه د سپورټ لپاره، یو ټیلیفون او سیمکارت می پری اخستی او دوی ته باید زه هره میاشت پیسی ورکړم دا به څنګه ورکوم؟ له ما به دا د بانک اکونټ اخلی زه به نوی خلاصوم که څنګه؟ .. زه خو لږ تشویش کی یم هیله چی تفصیلی جواب راکړی مننه
سلامونه
دا يوازې د قوانينو طرحه ده او تر اوسه نه پلې کيږي. د پلي کېدو په اړه يې خبرې روانې دي او ښايي راتلونکي کال کې پلې شي. البته بانکي حساب مو ساتلای شئ ځکه يو څه نغذې پیسې به لا هم درکول کيږي.
مننه