کورنی ته دعوت نامه لیږل

Sayedahmadsadat • 16 جولای 2024
1 comment
0 لایکونه

سلامونه او احترامات تاسو ته وړاندې کوم،

خدای دی وکړی چی روغ جوړ او د صحت جامي مو پر تن ولري. او باید یوه ځانګړي مننه ستاسو له ټیم څخه وکړم چي د مهاجرت برخه کي د افغانانو سره مرسته کوي.

زه سیداحمد سادات یم د بایرن ایالت کی اوسیږم. 

یوه پوښتنه  لرم، غواړم خپل فامیل ته چی دوه کسان دی دعوت نامه ولیږم او شرایط می په لاندی ډول دي:  زه یوه کلنه قبولی

(منع د دپورت) لرم یو کال کیږي کار هم کوم چي خالص معاش می ٢٠٠٠ ایرو ده او کور هم لرم خو په بانکي حساب کي پیسی نلرم. ایا زه کولی شم خپل فامیل  دعوت کړم؟ 

که چیرته دوی په دعوت نامه باندی راولم او بیرته لاړ نشي او وکیل ورته ونیسم آیا کولی شي دلته د مهاجرت کیس ورکړي.

ستاسو د جواب په هیله.

یوه نړی مننه

 

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!

 

متاسفانه د دعوت لپاره باید لږ تر لږه باید دری کلنه قبولي ولرئ، متاسفانه افغانانو ته د دعوت له لارې ویزې نه ورکول کېږي یعنې مانا دا چې د هغو هېوادونو وګړیو چې دلته د پاتې کېدو چانس لري له بده مرغه هغوی ته د جرمني سفارتونه ویزې نه ورکوي او په دې اړه د سختو شرایطو غوښتنه کوي. مثلا دلته باید په اکونټ کې ښې ډېرې پیسې ولرئ لږ تر لږه باید دایمي اقامه ولرئ دا هم صد فیصده نه ده چې که چېرې څوک حتمن دایمي اقامه ولري حتمن د کورنۍ غړي راغوښتل شي. که راهم شي بیا دلته د پناه غوښتنه وکړي ممکن تاسو ته په څه ستونزه جوړه شي. 

 

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌

په درنښت 

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.