کورني سره یو ځای کیدل

Sayedahmadsadat • 24 جولای 2023
1 comment
0 لایکونه

سلامونه، امید لرم چي روغ جوړ به يي

٧ مياشتي کیږي چي ما ته یوه کلنه قبولی راغلي . زه خپله کورني څنګه راغوښتلی شم. او زما خپله کورني لکه میرمن او ماشوم می هلته  په خطر کی دی.او یا کوم داسي قانوني بنسټ شته له ما سره د کورني په راوستلو کي مرسته وکړي. د جواب په تمه .

مننه

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته ښه راغلاست درته وایم!

دا چې تاسو یو کلنه یا هم په ډیپورټ باندې د بندیز د استوګنې اجازه تر لاسه کړې ده. يوازې هغه وخت کولای شئ د کورنۍ د غړو راوستلو غوښتنه وکړئ چې د استوګنې اجازه مو له يوه کال څخه زياته وي. له دې پرته بايد بل داسې انساني دليل هم موجود وي چې له مخې يې ستاسو د غوښتنې منل توجیه شي؛ د بېلګې په توګه په کورنۍ کې مو څوک سخت ناروغ وي او يا له ځانګړي ګواښ سره مخ وي او له جرمني پرته په بل هېواد کې يو ځای نه شئ اوسېدلی. البته بيا هم اوسلنډربېهورده کولای شي ستاسې غوښتنه رد کړي.

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌
په درنښت

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.