کله چي المان هېواد ته راغلم او د پناه غوښتنه مي کوله ماته زما خپل عمر نه وو معلوم او نه هم راسره تذکره وه نو دهمدي له امله مي خپل عمر 15 کاله ورکړ خو ورسته له څو مياشتو چي کله ماته زما تذكره راورسېده نو زما په تذكره كي خپل زما صحي او اصلي عمر 18 كاله وو اوس نو ډیره ناوخته زه خبر شوم چي زما عمر 18 کاله ده زما 6 مياشتې کيږي چي په المان کي ژوند کوم اوس غوارم خپل عمر بدل کړم خو نه پوهیږم چي سه وکړم تاسو راته لار وښايي چي سه وکړم زه په بادن ورتمبرگ ایالت کي اوسیږم
تاسو راته ووايي چي سه وکړم د پناه غوښتنې اداره کي يي زما د عمر تیست هم ونه کړ کوم چي عمر معلوموي په لومړيو کي کله چي ما د پناه غوښتنه کول
لارښوونې راته وکړئ تر څو خپل عمر بدل کړم مننه
سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!
دا چې په لومړیو کې مو کوم عمر ورکړئ، د هغه په اساس مو که تذکره جوړه کړئ ښایي دا لاره درته اسانه وي. خو که چېرې اوس ووایئ چې نه په لومړیو کې زما عمر ناسم و، نو ښایي ستونزه مو لویه شي. ځکه عمر د پناه غوښتنې په پروسه کې تر ټولو مهم څه دي چې باید په نظر کې مو نیولی وی. که امکان ولري، د خپلې تذکرې عمر مو د هغه عمر پر اساس جوړ کړئ کوم چې تاسو د انټریو پر وخت ورته ویلی دی. که اوس دا تذکره ورته ښکاره کړئ، ښایي د ناسمو مالوماتو د ورکونې تور درپورې کړي او ستونزه درته جوړه کړي.
که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ، هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.
په درنښت،