اسلام علیکم
محترم ما پوهنتون په افغانستان کي په اقتصاد پوهنځي کي کړي او ترڅنګ يي د انګليسي استاد يم چي 10 کاله کيږي د انګليسي تدريسي کوم اوس غواړم جرمني ته د کار او زده کړې په موخه راشم. زه څنګه کولاې شم درشم. ماسره مرسته کولاې شې . او همدارنګه ماته د پاره ترټولو ارزانه او اسانه طريقه څه ده. ډيره مننه
ستاسو د ځواب په طمعه
سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.
جرمني هېواد ته د زده کړو لپاره د راتګ ډېرې لارې شته، خو تر ټولو مهمه، ښه او مناسبه لار یې دا ده چې هر کال د جرمني هېواد د DAAD په نوم سکالرشیپونه اعلانوي چې که چېرې مو انګلیسي ژبه ښه زده وي تاسو ته لومړیتوب درکول کېږي. او له دې پرته باید په شخصي توګه راشئ، چې هغه لاره بیا ډېر لګښت غواړي، خو که غواړئ چې په شخصي لګښت باندې راشئ لومړی دلته پوهنتون پیدا کړئ او له هغوی سره خبرې وکړئ د هر څه په اړه دا چې څومره لګښت راځي، څه باید وکړئ، او کوم سندونه باید تیار کړئ هغوی په دې اړه درسره مرسته کوي او مالومات درکوي ځکه د هر پوهنتون د لګښتونو کچه توپیر لري نو موږ یې په مشخصه توګه نه شو درته ویلی.
که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ، هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ، خوشحاله به شم چې مرسته درسره وکړم.
په درنښت