جرمني ته د نامزاد راغوښتل

salmamriza • 26 مې 2024
1 comment
0 لایکونه

سلامونه هیله لرم روغ جوړ اوسئ یو څو پوښتنې لرم هیله ده چې ځواب یې کړئ:

څوک چې په جرمنې کې ژوند کوي.درې کلنه سیاسې قبولې ولري .ژبه یې هم زده وي:

1.څنګه کولې شې خپل نامزاد له افغانستان څخه راوغواړي?

2.انجلۍ باید کوم شرایط پوره کړي او هلک کوم?

3.څومره موده نیسي

4.آیا د شانسن کارت یا فرصت کارت له لارې هم امکان لري?

Kategorie
واده

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.‌

که چېرې مو تازه سیاسي قبولي اخیستې وي تر درېیو میاشتو پورې له تاسو څخه هېڅ شرایط نه غوښتل کېږي او خاوند مو جرمني ته راوستلی شئ البته باید د قبولۍ مو تر درېیو میاشتو ډېر وخت نه وي وتلی. 

خو که چېرې دا دری میاشتې وتلې وي بیا باید لاندې شرایط پوره کړئ تر څو مو خاوند جرمني ته راولئ. 

۱. باید کار ولرئ، دومره عاید ولرئ چې د دوه کسانو لپاره بسنه وکړي.‌

۲. کور باید ولرئ چې د دوه کسانو د اوسېدو لپاره بسنه وکړي.‌

دا پروسه په ټوله کې له یوه نیم کال څخه تر دوه کلونو پورې وخت نیسي.‌ له هغوی څخه کوم ځانګړي شرایط نه غوښتل کېږي.‌

 

او که غواړئ‌ د فرصت د کارت له لارې جرمني‌ ته راشي په اړه یې بشپړ مالومات پر لاندې لېنک باندې موندلی شئ.‌

https://handbookgermany.de/ps/opportunity-card

 

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ‌ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ. 

په درنښت 

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.