جرمني ته د کورنۍ راوستل

Khostai Sabawoon • 25 اکتوبر 2023
1 comment
1 خوښول

سلامونه

هيله ده تاسو او همکاران مو روغ رمټ واست، ما د ايستلو يا ډيپورټ څخه د ممنوعیت په نوم يو کلنه د استوګنې اجازه ترلاسه کړي تر څنګ يې د کار اجازه، په انتګراسیون کورس کې د شموليت اجازه او په ورته وخت کې اته ساعته سپين کار کوم خو البته تر اوسه پورې مې د ژبې رسمي زده کړه نده پيل کړي، څه ډول کولای شم چې خپل قانوني فاميل راولم؟ 

هدف دادی چې هغه کوم شرايط دي چې زه يې په پوره کولو مکلف يم

ستاسو د ځواب په هيله 

مننه 

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته‌ ښه راغلاست وایم!

که مو پر ډيپورټ د بنديز (Abschiebungsverbote) له مخې د استوګنې اجازه ترلاسه کړې وي، يوازې هغه وخت کولای شي د کورنۍ د غړو راوستلو غوښتنه وکړي چې د استوګنې اجازه مو له يوه کال څخه زياته وي. له دې پرته بايد بل داسې انساني دليل هم موجود وي چې له مخې يې ستاسو د غوښتنې منل توجیه شي؛ د بېلګې په توګه په کورنۍ کې مو څوک سخت ناروغ وي او يا له ځانګړي ګواښ سره مخ وي او له جرمني پرته په بل هېواد کې يو ځای نه شئ اوسېدلی. البته بيا هم اوسلنډربېهورده کولای شي ستاسې غوښتنه رد کړي. که پورته دلایل لرئ‌ نو کولئ شئ‌ د خپل ښار له اوسلنډربېهورډه څخه د کورنۍ د غړیو د راوستلو غوښتنه وکړئ.‌

البته باید په یاد مو وي،‌ چې د کورنۍ له غړیو څخه د راوستلو موخه یوازې ستاسو مېرمن او هغه اولادونه چې عمرونه یې له اتلسو کالو څخه کم وي، یوازې دا ذکر شوي‌ کسان جرمني ته راوستلی شئ. له دوی پرته وروڼه، خویندې، پلار او مور متاسفانه د جرمني‌ د قانون له مخې د کورنۍ غړي نه حسابېږي او هغوی جرمني ته نه شئ‌ راوستلئ.

که په دې اړه لا هم کومه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.
په درنښت،

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.