جرمنی ته د کورنی غړو راوستل

Safeer Ihsas • 1 اپریل 2024
1 comment
0 لایکونه

سلامونه او نیکی هیلی 

محترما مونږ ۲ ورونه یو، یو ورور ۱ کلن اسناد او ما ۳ کلنه سیاسی قبولي واخیستله. او فعلاً سوسیال کور کې ژوند کوو.

زمونږ د دواړو میرمني او فامیل په افغانستان کې دي.

څنګه کولې شو خپل فامیل را وغواړو؟

اول څه باید وکړو؟ له کومه ځایه یې شروع کړو؟

هیله ده بشپړ معلومات راکړئ منندوی به مو شم. 

درنښت

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.‌

لومړی ستاسو د کورنۍ په اړه باید ووایم، که چېرې تازه قبول شوی یاست او تازه مو دری کلنه قبولي اخیستې ده، نو تر درېیو میاشتو پورې دا حق لرئ او تاسو ته دولت دا امتیاز درکوي چې کورنۍ مو درته راوغواړي. د دې راغوښتلو مانا دا ده،‌ چې دلته که تاسو کار هم ونه لرئ‌ کور هم ونه لرئ‌ ستونزه نشته. خو که چېرې دا دری میاشتې درباندې تېرې شي یا شوې وي بیا نو لومړی باید تاسو د خپلې مېرمنې او اولادونو لپاره د اوسېدو ځای ولرئ. یعنې دا هغه لومړني شرطونه دي چې باید پوره یې کړئ. په دواړو صورتونو کې باید لومړی په ایران یا هم پاکستان د خپلې کورنۍ لپاره په سفارت کې ترمین واخلئ چې دا کار مخکې له مخکې وکړئ.

د ورور کورنۍ مو چې په خپله یو کلن اسناد لري، د هغه لپاره شرایط دا ډول دي. يوازې هغه وخت کولای شي د کورنۍ د غړو راوستلو غوښتنه وکړي چې د استوګنې اجازه يې له يوه کال زياته وي. له دې پرته بايد بل داسې انساني دليل هم موجود وي چې له مخې يې د دوی د غوښتنې منل توجیه شي؛ د بېلګې په توګه په کورنۍ کې يې څوک سخت ناروغ وي او يا له ځانګړي ګواښ سره مخ وي او له جرمني پرته په بل هېواد کې يو ځای نه شئ اوسېدای. البته بيا هم اوسلنډربېهورده کولای شي ستاسې غوښتنه رد کړي.

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ، خوشحاله به شم چې مرسته درسره وکړم.‌

په درنښت،‌

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.