جرمني د فرصت کارت

qaderitajuddin • 15 جون 2024
2 comments
0 لایکونه

سلام

خدايی دی وکړي چي وخت به مو په خير وي

زه خبر شوی يم چي جرمني ته د تګ لپاره يو بل چانس ور کول شوی دی چي نوم يی دی د فرصت کارت نو ستا سو څخه مي هليه ده که د دي موضوع په اړه معلومات را ته راکړه. دا به ستا سو ډيره مهربانوي وي، او کم کم شرايط لري.

مننه

ځوابونه (2)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!

 

جرمني هېواد د مسلکي کارګرو له جدي کمښت سره مخ دی، نو ځکه حکومت په دې هڅه کې دی، چې له بهر څخه هغه مسلکي کسان چې دلته د کار کولو وړتیا ولري تر پخوا ډېره په اسانۍ ویزه ورکړي او دلته دندې ومومي. د فرصت کارت د استوګنې یو کلنه ویزه ده، چې په دغه یوه کال کې باید دلته دنده پیدا کړئ، په ځینو استثنایي حالاتو کې ممکن دا موده تر دوه کلونو پورې وغځېږي. پخوا مو جرمني ته د کار د راتلو لپاره باید دلته لومړی دنده موندلې وی، بیا مو د راتګ نورې چارې پر مخ وړې وی، خو اوس بالکل داسې نه ده، که دنده هم پیدا نه کړئ راتللی شئ. خو تر ټولو مهمه مسله دا ده، چې په دغه یوه کلنه موده کې باید د ژوند لګښتونه په خپله پوره کړئ، خو ښه خبره دا ده، چې په دغه یوه کلنه موده کې په اوونۍ کې د شل ساعته کار اجازه هم لرئ.

د فرصت کارت شرایط څه دي او چا ته ورکول کېږي؟‌

هغه کسان چې غواړي د فرصت د کارت له مخې جرمني ته راشي د نومرو د سیستم له لارې دا پروسه پر مخ بېول کېږي‌ مانا دا چې ځینې ځانګړې شرایط لري او هغه شرایط باید پوره کړئ. له دغه نومرو څخه باید لږ تر لږه شپږ نومرې واخلی چې د نومرو ورکولو په مهال ستاسو عمر، په جرمني کې د سندونو رسمي کول، ژبنی مهارت او تجربه په نظر کې نیول کېږي.‌ چې دا هر برخه ځانګړې نومرې لري.

څلور نومرې اخیستلی شئ‌ که لاندې شرایط پوره کړي:

1. که د زده کړو سندونه مو په جرمني کې رسمي شي.

که لاندې شرایط پوره کړئ‌ دری نومرې اخیستلی شي:

1. که په تېرو اوو کلونو کې مو پنځه کاله په خپل مسلک کې کاري تجربه ولرئ.‌

یا

1. د جرمني ژبې B2 سند ولرئ.‌

دوه نومرې د لاندې شرایط په پوره کولو سره درکول کېږي.

1. د جرمني ژبې د B1 سند ولرئ.

یا

1. که مو مسلکي زده کړې کړې وي او دوه کلنه کاري‌ تجربه ولرئ.

یا

1. هغه کسان چې عمر یې تر ۳۵ کلونو ټیټ وي.‌

یوه نومره هم که لاندې شرایط پوره کړئ درکول کېږي:‌

1. که د جرمني ژبې A2 سند ولرئ.

یا

1. که په تېرو پنځو کلونو کې لږ تر لږه شپږ میاشتې مو په جرمني کې ژوند کړئ وي.‌

یا

1. که مو عمر د ۳۵ او ۴۰ کلونو تر منځ وي.‌

یا

1. که د انګلیسي ژبې C1 سند ولرئ.

د دغه سیستم له مخې که شپږ نومرې واخلئ د جرمني هېواد د فرصت کارت اخیستلی شي، چې موده به یې یو کال وي او په دغه یوه کال کې باید دلته په خپل مسلک کې کار پیدا کړئ.

یادونه: په دغه یوه کلنه موده کې باید دلته د خپل ژوند لګښتونه په خپله پوره کړئ، مانا دا لکه څنګه چې زده کوونکي د زده کړو لپاره جرمني ته راځي باید بلاک اکونټ ولري چې د یوې میاشتې لپاره لږ تر لږه باید ۱۰۲۷ یورو پر بلاک اکونټ کې ولري چې دا پیسې باید د دولسو میاشتو لپاره تاسو دلته په یوه بانک کې بلاک کړئ او همدارنګه له راتګ وروسته په اوونۍ کې د ۲۰ ساعته کار اجازه هم لرئ.

 

که لا هم پدې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ. 

په درنښت 

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.