جدا کیدل

basit.sayedy65 • 7 اپریل 2024
1 comment
0 لایکونه

سلام ښاغلی 

زه دلته دوه کاله می جرمنی کی وشوه او زما ښځه دلته (Ausbildung ) کوی او اوس د یو کال راهیسی د هغه بل سوک ښوښیگی او له ما څخه جدا کیدل غواړی نو که مونگ جدا شو زه به بیرته افغانستان ته دیپورت شم که نه او بله پوښتنه می دا چی اوس مونږ دواړه یوځای ژوند کوو یعنی د هغه د مور په کور کی ماته به بل کور راکول شی کنه که هو نو څه باید وکړم بعضی خو وایی چی دری کاله باید یوځای وسی چی بله ویزه واخلی بیا تاته مشکل نشته زه هیڅ نه پوهیگم سه باید وکړم 

مننه

Kategorie
جداکېدل

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.

که د استوګنې اجازه مو د واده له مخې ترلاسه کړې وي؛ ښايي له بېلوالي وروسته يې له لاسه ورکړئ. که جرمني ته د کورنۍ له غړو سره د يوځای کېدلو قانون له مخې راغلي ياست او د کورنۍ پنا غوښتنه مو نه وي کړې؛ د استوګنې اجازه مو د واده له دوام سره اړه لري. دا خبره په هغه حالت کې هم د پلي کېدو وړ ده چې په جرمني کې د استوګنې اجازې ترلاسه کولو يوازینی دليل مو دلته واده کول وي.

که له واده کولو مو درې کالونه وتلي وي؛ د استوګنې اجازه به مو له بېلېدو وروسته د يوه بل کال لپاره تمديد شي. له يوه کال وروسته کولای شئ په خپلواک ډول په جرمني کې د استوګنې اجازې ترلاسه کولو غوښتنه وکړئ. که له واده کولو مو له درې کالونو کم وخت کيږي؛ د استوګنې د اجازې موده مو نه تمديديږي او ښايي له مېړه يا مېرمنې له بېلېدو وروسته نوره هم لنډه شي. په بله وينا د بهرنيانو چارو اده ښايي له تاسې غوښتنه وکړي چې له رسمي بېلېدلو وروسته جرمنی پرېږدئ. په داسې حالت کې کولای شئ د استوګنې د مودې د لنډېدو پر وړاندې دعوا وکړئ. د دې کار لپاره بايد له يوه وکيل سره اړيکه ونيسئ. مشورتي مرکزونه او وکيلان زموږ د پلټونکي ماشين په مرسته موندلای شئ. هلته د خپل ښار نوم او د (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) په شان توري وليکئ او پلټنه وکړئ.

په ځينو خاصو شرايطو کې که د واده درې کاله هم نه وي پوره شوي؛ ښايي د استوګنې د اجازې وخت تمديد شي:

که له مېړه يا مېرمنې اولاد ولرئ؛ سرپرستي يې وکړئ؛ په منظم ډول له هغه سره اړيکه ولرئ او يا يې مالي ملاتړ وکړئ؛ د اوسېدو اجازه به مو له بېلوالي وروسته هم تمديد شي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (په جرمني کې زېږېدلو ماشومانو د استوګنې اجازه) کې لوستلای شئ.
که خپل واده د مقابل کس د ښکاره او دوامدار زور زياتي او ځورونې له کبله پای ته ورسوئ؛ د استوګنې اجازه به مو تمديد شي. په دې اړه ښايي د مېړه يا مېرمنې پر وړاندې ممکنه جنايي اتهام يا د ښځو د پناځای له لوري يو ليک د ثبوت په توګه ومنل شي.
که ستاسې د استوګنې د سند لغوه کېدل د دې سبب کيږي چې تاسې داسې هېواد ته بېرته ولاړ شئ چې ژوند مو پکې په خطر کې وي؛ د اصولو له مخې به مو د استوګنې د اجازې موده تمديد شي.
په ځينو مواردو کې ممکنه ده چې له بېلېدو وروسته هم د استوګنې اجازه د ماهر کارګر يا حرفوي زده‌کړو د زده‌کوونکي په توګه تمديد شي. مشورتي مرکزونه او وکيلان زموږ د پلټونکي ماشين په مرسته موندلای شئ. هلته د خپل ښار نوم او د (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) په شان توري وليکئ او پلټنه وکړئ.

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ،‌ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ. خوشحاله به شم چې مرسته درسره وکړم.

په درنښت

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.