جدا کیدل

khanan • 18 دسمبر 2023
3 comments
0 لایکونه

سلامونه ښاغلی 

خدای دی وکی جوړ او روغ به یاست.

زه یو سوال لرم هغه دا چی زما خانمی په افغانستان کی د جرمنی سره کار کړی وو. یو کال کیږی موږ د جرمنی ته راغلی یو.
یعنی زما د خانمی سره زه هم راوستل سوم. موږ خپل دری کلن اسناد تر لاسه کړی دی خو اوس می خانمه غواړی زما څخه جلا سی او طلاق راکی. 

آیا د دغه طلاق سره به زه بیرته افغانستان ته ډیپورټ یا واستول سم؟
 او که به دری کلن اسناد را څخه واخستل سی او زه به ځان ته د سره کیس اچوم؟ 

هیله کوم زما دا سوال ته جواب راکړی او رهنمایی راته وکړی چه زه باید څه وکړم. 

ډیره مننه او اخترامات!

Kategorie
جداکېدل

ځوابونه (3)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.

که تاسو له خپلې مېرمنې سره جلا شئ نو د جرمني د قاون له مخې له تاسو څخه د استوګنې اجازه نه اخیستل کېږي، یوازې دا د جلا کېدو پروسه باید په رسمي توګه پر مخ بوزئ. یعنې مانا دا چې باید په قانوني توګه سره جلا شئ.

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده، چې دلته یې راته ولیکئ.

په درنښت

ډیره مننه ستاسو د جواب څخه

څنګه کولای سو دا پروسه مخته یوسو اول باید د چا سره خبری وکړو

او د افغانانو لپاره پروسه څنګه ده چا چی په افغانستان کی نکاح کړی وی

مننه

Moderation

سلامونه او درنښت هیله ده چې لاندې مالومات په دقت سره ولولئ:‌

کله د بېلوالي غوښتنه کولای شم؟
که د ژوند له ملګري يا ملګرې سره ژوند کول بيخي ناشوني وي؛ دواړه لوري‌کولای شي يو له بله بېل شي. د دې لپاره چې له بې‌وخته طلاقه مخنيوی وشي؛ په جرمني د (Trennungsjahr) يا بېلېدلو کال په نامه يو کال شته چې جوړې يې بايد له رسمي بېلېدلو مخکې تېر کړي. د دې قانون له مخې که مېړه او ښځه تېر يو کال يو له بله بېل نه وي پاته شوي؛ نه شي کولای يو له بله طلاق واخلي.

له دې سره سره ځينې استثناوې شته:

که څوک د خپلې جوړې له ښکاره او پرله‌پسې ځورونې سره مخ وي او يا يې مقابل لوری په مياشتو مياشتو له نورو سره اړيکه ولري او يا هم له دواړو لورو يو يې له بل چا نه د اولاد راوړلو په حال کې وي او نه شي کولای يو کال د بېلېدلو لپاره انتظار وکړي؛ کولای شي له يو کال بېل تېرولو وړاندې له يو بله بېل شي.
که له دواړو لورو يو يې له بېلوالي سره موافق نه وي او د اړيکې د نه خرابۍ لپاره سم دلايل ولري؛ مقابل مېړه يا ښځه بايد د يوه کال پر ځای درې کاله يوازې تېر کړي او وروسته په رسمي ډول سره بېل شي.
له رسمي بېلېدلو وړاندې تاسې بايد ثابته کړئ چې يو (يا درې کاله) مو يوازې تېر کړي دي. د بېلېدلو دا يو يا دې کاله په فزيکي او اقتصادي ډول له بېلوالي سملاسي وروسته پیل کيږي. د بېلګې په ډول چې بانکي اکونټونه مو سره بېل کړئ او نور په يوه اپارتمان کې ژوند ونه وکړئ. که د کور بېلول ناشوني وي او لا هم په يوه کور کې اوسېږئ؛ بايد د خوب کوټې مو سره بېلې وي او يو له بله بېل او خپلواک ژوند وکړئ. که مقابل لوری مو له بېلتون سره موافق نه وي؛ سپارښتنه کيږي چې هغه ته يو ليک (Einschreiben) ولېږئ او په ډاګه کړئ چې تاسې بېلېدل غواړئ او د ليک پوستي رسيد له ځان سره وساتئ.

مهم: تاسې کولای شئ د بېلېدو غوښتنليک د بېلوالي د کال يا کالونو له بشپړېدلو يو څه وړاندې ولېږئ ځکه د محکمې پرېکړه په معمول ډول څو مياشتې وخت نيسي.

څنګه کولای شم د بېلېدو غوښتنه وکړم؟
د بېلېدو غوښتنه بايد ستاسې يا ستاسې د ژوند د ملګري/ملګرې د اوسېدو د ځای په کورنۍ محکمه کې وشي. دا غوښتنه بايد په رسمي ډول د يوه وکيل په وسيله وشي (Anwaltzwang) ځکه تاسې خپله دا کار نه شئ کولای. د دې کار لپاره بايد يو وکيل وګمارئ څو ستاسې غوښتنه په محکمه کې ثبت کړي. د وکيلانو ډاټابېس له لارې کولای شئ په خپل شاوخوا کې يو وکيل ومومئ.

له دواړو لورو د يوه له لوري د وکيل ګمارل بسنه کوي. بل کس ته به د محکمې له لوري خبر ورکړل شي او وروسته به مالومه شي چې هغه موافقت کوي او که نه. دواړه اړخونه هم د بېلېدو غوښتنه کولای شي خو په دې صورت کې بايد دواړه بېل بېل وکيلان ولري.

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې موږ ته ولیکئ.‌

په درنښت،‌

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.