IT jobs

shinwari • 27 نوومبر 2023
1 comment
1 خوښول

سلامونه 

زه فعلاً افغانستان کې د ای ټي انجنیر یم 

غواړم په المان کې خپل سندونه رسمي کړم مګر دلته چې پلټنه کوم دوه حالتو سره مخ کیږم یو ته د اسنادو په رسمیت پیژندنه وایي او بل چې په المان کې د کوم ډول سند سره ورته والی لري زه نه پوهیږم کوم ډول یې انتخاب کړم 

دوهمه پښتنه ایا  د ی ټي متخصص کسانو لپارهم ژبه لازمي ده ؟ 

دریم  که له مخکې د دندی افر ونلرم د کار د لټول لپاره به ویزه راکړل شي؟ 

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته شه راغلاست وایم.‌

ستاسو د لومړۍ پوښتنې په ځواب کې باید دا ووایم، چې د سندونو د رسمي کولو لپاره تاسو اړ یاست چې په انلاین بڼه باندې پلټنه وکړئ، اکثره وخت دا چاره ځینې پوهنتونه هم تر سره کوي او د بهرنیو اسنادو د رسمي کولو پروسه پر مخ وړي. همدارنګه د سندونو د رسمي کولو يا معادل کولو په اړه نور مالومات پر (www.anerkennung-in-deutschland.de) وېبسایټ ولولئ. همدا شان د (بمف) اداره هم په دې اړه ستاسې پوښتنو ته د ټليفون يا برېښناليک له لارې په انګليسي او جرمني ژبو ځواب درکوي.

که چېرې مناسب او داسې د کار افر تر لاسه کړئ چې په هغه کې د جرمني ژبې سند ته اړتیا نه وي، بیا په هغه صورت کې تاسو اړ نه لرئ چې د جرمني ژبې سند ولرئ خو که د دندې په افر کې له تاسو د جرمني ژبې زده کړه غوښتل شوې وي بیا نو اړ یاست چې د جرمني ژبې سند ولرئ.

او د درېیمې پوښتنې په ځواب کې باید دا ووایم،‌ چې نه متاسفانه باید د دندې افر ولرئ، هغه هم باید لږ تر لږ شپږ میاشتنۍ وي چې وکولای شي د جرمني د کار لټولو ویزه په تر لاسه کړئ.‌ په دې اړه لا ډېر مالومات زموږ پر ویبپاڼه باندې لوستلی شئ.

https://handbookgermany.de/ps/eu-blue-card

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ، هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.