Fast track procedure of skill worker visa

shakirullahshinwari139 • 12 جون 2024
2 comments
0 لایکونه

ډير احترام او ادب سليمي صيب!
سليمي صيب محترم ما په کمپيوټر ساينس پوهنځي کې د ليسانس په کچه زده کړې ترسره کړي، اوس مې په جرمنی کې د يو شرکت نه د اي ټي په صفت د کار قرارداد ترلاسه کړي د ماهر کارګر په توګه، هلته په جرمنی کې زما کارونه د کار رياست او د مهاجرينو د بهرنیو چارو د ادارې نه ختم شوي دی د بهرنیو چارو په اداره کې مې څلور سوه يوولس يورو هم تحويل کړي دی، زه اوس خپل ټول اسناد په لاس کې لرم خپل قرارداد او نور ټول اسنادونه، په ايران کې مې د اپواينمنټ غوښتنه وکړه هغوې ونه منله اوس لپاره مې د پاکستان هيواد ويزه په ډيرو سختو شرایطو واخيسته راغلم پاکستان ته چی اپواينمنټ واخلم، دلته راته وويل شول چی تاسي منږ ته په يوه هفته کې اډوانس اپروپوال راوليږئ ترڅو تاسي اپواينمنټ واخلئ اوس مې هغه اپروپوال ورليږلي د يوې هفتي نه يې زيات وخت وشو بيرته يې کوم معلومات رانکړل چې ستاسي اپواينمنټ تاریخ مشخض شو، زه له تاسی په ډير احترام غوښتنه کووم چې په دی هکله زما سره پوره همکاري وکړئ لطف به مو وی.
شاکر الله شينواری.

ځوابونه (2)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!

 

متاسفانه مو خو د اپټانټمټ په اخیستلو کې هېڅ‌ ډول مرسته نه شو کولی، خو تاسو کولی شئ په اړه په اسلام اباد کې د جرمني سفارت ته ایمیل ولېږئ، خو متاسفانه د ډېر زیات بیروبار له امله اپټانټمټ لږ تر لږ یو نیم تر دوه کاله پورې نیسي خو دا چې تاسو عاجل اپټانټمنټ ته اړتیا لرئ هغوی ته باید قناعت ورکړئ چې تاسو عاجل ضرورت لرئ همدا ټول سندونه مو د ایمیل له لارې سفارت ته ولېږئ او غوښتنه ترې وکړئ هیله ده چې مرسته به درسره وکړي. 

 

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ‌ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ. 

په درنښت 

shakirullahshinwari139

سليمي صيب محترم

د عاجل ملاقات غوښتنه تري په کوم شکل وکړو؟

او زمنږ د کار پروسه په پاسټ ټريک پروسيجر کې ده 

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.