Family unification

66-57Mmaa • 7 اګست 2023
1 comment
0 لایکونه

سلام علیکم 

 زه د جرمنی د منشن شارکی یم او دری کلنه قبولی یا          لرم غوارم چی،فامیل می راولم  Flüchtlingseigenschaft په ایران کی می دجرمنی سفارت کی آنلاین راجستر،وکر او د مصاحبی لپاره می هم اپلای،وکر اما اتوماتیک مسج،مو چی بیرته دسفارت له لوری ترلاسه کر لیکلی یی دی چی یوکال یاله یوکال نه زياده مودی نه به وروسته د مصاحبی نوبت درشی حال داچی زما،مشر اولاد اوس،۱۷ کلن او د راتلونکی کال جنوری کی ۱۸ کلن کیگی نو هیله لرم چی دمشکل دحل لپاره لازمه رهنمایی وکری.

مننه

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.‌

متاسفانه په ایران او پاکستان کې د خلکو د بیروبار له امله د ټولو کورنیو اپټمنټونه وخت نیسي خو په اوسط ډول یو نیم تر دوه کالو پورې وخت نیسي باید په دې اړه خپله حوصله له لاسه ورنه کړئ. او بله دا چې ستاسو د مشر زوی سن ستونزه نه جوړوي ځکه تاسو چې کله اپلای کړئ دی د هغه عمر اتلس کاله نه و. په دې دلیل سره هم دوی نه شي‌ کولی تاسو ته ووایي چې زوی مو اوس اتلس کلن شوی دی. اړینه دا چې تاسو په ښه وخت کې اپلای کړئ دی او هغه وخت مو د زوی عمر هم تر اتلس کاله کم و.‌

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌
په درنښت

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.