Family

ikkhan6789 • 9 اګست 2023
3 comments
0 لایکونه

اسلام علیکم وروره زمونږ نیم نه زیات فامیل په جرمنی کی ده ټولو سره ده اسوګنی اجازه شته او پاسپورټونه یی اخیستی خو هغوی غواړی چی موګ وغواړی  سنګه کولی شی چی موګ وغواړی جرمنی ته 

ځوابونه (3)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني وبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.

که د کورنۍ نږدې غړي مو دلته په جرمني کې ژوند کوي په ځینو ځانګړو شرایطو کې تاسو دلته راغوښتی شي. خو که په دې اړه ډېر مالومات غواړئ، موږ ته ولیکئ چې دلته مو څوک اوسېږي؟ کار کوي؟ او دلته یې ژوند شرایط څنګه دي هغه وخت موږ کولئ شو درته ووایو چې تاسو راغوښتلی شي کنه.

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده دلته یې راته ولیکئ.
په درنښت

ikkhan6789

اسلام علیکم !
ورور جانه په جرمنی کی مي نیکه او نیا جانه مي ده ده. څلور مي ترونه دی او یو مي پلار ده هلته یی خپل ده.مبایل دوکان ده او ترونه مي هم خپل کارونه کوی. خو هغوی څنګه کولی شی چی موګ دلته راوغواړی؟هیله کوم چی ژر ځواب راکړي
منننه.

Moderation

که پلار مو دلته ژوند کولی شي دلته له وکیل سره خبرې وکړي هغوی په دې برخه کې ورسره مرسته کولی شي. خو په دې پورې اړه لري چې دوی هغه څه ډول د استوګنې اجازه لري او په کوم حالت کې دي تر ټولو اسانه او ساده لاره یې دا ده چې دلته له وکیل سره مشوره وکړي هغوی ډېر په اسانۍ ورسره مرسته کولی شي.

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌
په درنښت

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.