ډولډينګ

Zadran123456789afg • 6 سپتمبر 2023
1 comment
0 لایکونه

سلامونه او نیکیز

زه اتریش ته ديپورت شوم بیا راغلم ايا دوباره ديپورت شته 

اوس يي ماته ابشيبونګ ډولډينګ راکړي کوم غټ مشکل خو به نه وي

او که دیپورت شته د کليسا کي چي صفت ناموي دهغه په باره کی معلومات راکړه

مننه 

Kategorie
نور

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.‌

دا چې ابشیبونګ ډولډونګ یې درکړئ ممکن بیا مو ډیپورټ نه کړي او ان شاءالله کومه جدي ستونزه به نه وي، په کلیسا کې د پنا غوښتنې په اړه لاندې ټول مالومات لوستلی شئ.

په کليسا کې پنا غوښتنه
که څوک د حتمي ډيپورټ له ګواښ سره مخ وي، کولای شي په کليسا کې پنا واخلي. کليسا به د اړوند کس کيسې ته غوږ شي او هڅه به وکړي چې يوه حل‌لاره ومومي. دوی ښايي پرېکړه وکړي چې تاسې له ځان سره وساتي او له ډيپورټه مو وژغوري. دې کار ته د کليسا پناغوښتنه يا (Kirchenasyl) وايي. د کليسا پناغوښتنه ښايي ستاسې وروستۍ ټاکنه وي خو په ياد مو وي چې دا ټاکنه هم تل کار نه کوي. ځينې کسان د کليسا له پنا سره سره ډيپورټ کيږي.

هغه کليساوې چې د کليسا د پنا له مخې کډوال مني؛ ډېر وخت دوی ته د محدود وخت لپاره پنا ورکوي. کله چې څوک د کليسا د خونديتوب تر پوښښ لاندې راشي؛ د کليسا مسؤولين له دولتي مامورينو سره خبرې کوي څو ستاسې د قضيې لپاره د حل لاره ومومي. د کليسا پناغوښتنه ډېره پېچلې او ستړې کوونکې ده. له چارواکو سره خبرې ښايي ډېر وخت ونيسي؛ په کوم کې چې تاسې په بشپړه توګه له کليسا سره تړلي ياست. په دې موده کې دولتي مرسته نه شئ ترلاسه کولای او نه شئ کولای د کليسا له انګړه د باندې ووزئ.

يادونه: د کليسا لپاره د پناغوښتونکي ديني بارونه مهم نه دي او له دوی د مرستې ترلاسه کولو لپاره اړينه نه ده چې څوک دې عيسوی وي.

د مشورتي مرکز ماموران يا وکيل ښايي تاسې ته ووايي چې د کليسا پنا مو په ګټه ده او که نه. دوی همدا شان کولای شي تاسې هغه کليسا درپه ګوته کړي چې د پنا لپاره مناسبه وي. په خپله سيمه کې وکيلان يا مشورتي مرکزونه زموږ د سيمه‌ييزو مالوماتو په برخه کې پلټلای شئ. هلته د خپلې سيمې نوم او د (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) په شان توري وکاروئ.

د کليسا د پنا په اړه لا ډېر مالومات په دې (kirchenasyl.de) کې ومومئ.

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.
په درنښت

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.